کندهار والي د هلمند ولايت د ولايتي شورا له مرستيال سره وکتل.

کندهار والي د هلمند ولايت د ولايتي شورا له مرستيال سره وکتل.

د چهارشنبې په ورځ کندهار والي حيات الله حيات په خپل کاري دفتر کي د هلمند ولايت د ولايتي شورا مرستيال حاجي عبادالله عليزي سره وکتل.

په ليدنه کي ښاغلي عليزي د کندهار د والي د تېر ماموريت ستاينه وکړه او زياته يې کړه، چي کندهار والي په کار پوه، باتجربه او د کندهار لپاره وړ والي دی.

دغه راز نوموړي د کندهار د موجوده وضيعت په اړه له کندهار والي سره هر اړخيزه بحث وکړ، چي ترڅنګ يې ورته د چارو د سمون په موخه د هر ډول همکاريو ډاډ هم ورکړ.

کندهار والي حيات الله حيات د هلمند ولايت د ولايتي شورا له مرستيال څخه مننه وکړه، چي د چارو د سمون په موخه ورته د همکارۍ ډاډ ورکوي.

دغه راز ښاغلي حيات وويل، چي کندهار ته د خدمت په موخه راغلی يم او د دغه ولايت د اوسېدونکو لپاره به په هره برخه کي اسانتياوي رامنځته کوم.

د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : چهارشنبه
نېټه : ۱۹ / ۰۴ / ۱۳۹۸