کندهار والي وايي، چي بيت الله شريفي ته د حجاجو د انتقال پروخت دي پوره اسانتياوي په نظر کي ونيول سي.

کندهار والي وايي، چي بيت الله شريفي ته د حجاجو د انتقال پروخت دي پوره اسانتياوي په نظر کي ونيول سي.

دغه څرګندوني د پنجشنبې په ورځ کندهار والي حيات الله حيات په ولايت مقام کي د اداري مجلس په نوبتي غونډه کي وکړې ؛ غونډه، چي د کندهار والي په مشرۍ جوړه سوې وه پرمهال يې د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب، د ولايتي شورا رئيس حاجي سيد جان خاکرېزوال او د ټولو دولتي ادارو مسؤلينو او استازو ګډون کړی وو.

د غونډي د پیل پرمهال کندهار والي حيات الله حيات د يو شمېر رياستونو لپاره نوي ټاکل سوي رئيسان ( د اطلاعات او کلتور لپاره حکمت الله افغان، د احمدشا بابا هوايي ډګر لپاره مسعود احمد پښتون، د کندهار پوهنتون لپاره پوهاند عبدالواحد وثيق او د کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ د ملي پوهنتون لپاره پوهاند دوکتور حضرت مير توتاخيل ) د غونډي برخوالو ته ور وپېژندل او له هغوئ څخه يې هيله وکړه، چي د يادو ادارو د پرمختيا لپاره هلي ځلي او پکښي د فساد پروړاندي جدي مبارزه وکړي.

دغه راز ښاغلي حيات د امنيتي ارګانونو ترڅنګ د ټولو رياستونو له مسؤلينو او استازو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي کندهار ولايت ته يې د جمهور رئيس د راتګ لپاره د تدابيرو نيولو په برخه کي نه ستړي کېدونکي هلي ځلي وکړې او په ښه ډول يې د جمهور رئيس د راتګ استقبال او د هغه مېلمه پالنه وکړه.

د کندهار د والي په خبره، چي جمهور رئيس د کندهاري ولسونو سره په ليدنو باندي خوښ وو او په کندهار کي يې د يو شمېر نوو پروژو ( د يوې ديني مدرسې، د کندهار پوهنتون لپاره د اړتيا وړ نوي درسي تعميرونو، د کندهار او بولدک ترمنځ د غځېدلي سړک د تخصيص او صنعتي ښارګوټي د جوړولو ) سپارښتنه وکړه، چي په جوړولو سره به يې د کندهاري اوسېدونکو لپاره زياتي اسانتياوي رامنځته سوي وي.

دغه راز د کندهار د حج او اوقافو رئيس د اداري مجلس په غونډه کي وويل، چي بيت الله شريفي ته د حجاجو د انتقال لپاره بشپړ چمتووالی لري، چي په دغه برخه کي يې د يو شمېر ستونزو يادونه وکړه او د هغه د حل په موخه يې له کندهار والي څخه د همکاريو غوښتنه وکړه.

ښاغلي حيات د حجاجو د انتقال په پروسه کي حجاجو ته د اسانتياوو پر رامنځته کولو ټينګار وکړ او اړوندو ادارو ته يې سپارښتنه وکړه، چي د حجاجو د انتقال لپاره دي لا هم ځانګړي پلانونه په نظر کي ونيسي، څو هغوئ د تګ پر مهال له ستونزو څخه خوندي ساتل سوي وي او دغه راز يې د ولايتي ادارې په استازيتوب د يادو ستونزو د حل او دې ته ورته د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړ.

په ورته وخت کي د زېر بناء د تصدۍ آمر انجنير عصمت الله په کندهار کي د جمهوري رياست لخوا د روانو ۶ پروژو ( په ميرويس حوزوي او ۳۵۰ بستريز روغتونونو کي د ۴ انتظار ځايونو، په کندهار پوهنتون او کادري روغتون کي د ۲ ليليو د تعميرونو، اجتماعي صالون، پر شهيدجنرال عبدالرازق واټ باندي د غازي امان الله خان په نوم د جوړېدونکي جامع جومات، جمهوريت څلور لاري ته څېرمه د ورزشي سټډيوم او اراضۍ رياست لپاره د نوي ودانۍ د جوړولو ) څخه يادونه وکړه او د هغه اړوند يې معلومات د غونډي له برخوالو سره د فريزينټېشن له لاري شريک کړه.

دغه راز د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب په کندهار کي د جمهوري رياست لخوا د روانو پروژو د چارو پر چټکوالي ټينګار وکړ او ترڅنګ يې غوښتنه وکړه، چي په يادو پروژو کي دي د جوړېدونکو انتظار ځايونو لپاره بشپړ تجهيزات هم په نظر کي ونيول سي.

په وار سره د ولايتي شورا رئيس حاجي سيد جان خاکرېزوال هم د خپلو خبرو پرمهال په کندهار کي د ايښوول سوو زينتي بوټو د وچېدو د مخنيوي په موخه له اړوندو ادارو څخه غوښتنه وکړه، چي د يادو بوټو څخه دي په ښه ډول ساتنه وکړي او پروخت بايد اوبه ورته ورکول سي.

د اداري غونډي په وروستيو کي پر يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو هم بحث وسو او په اړه يې د ګډونوالو لخوا مهم نظرونه سره تبادله سوه.

د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : پنجشنبه
نېټه : ۲۰ / ۰۴ / ۱۳۹۸