په کندهار دامان ولسوالۍ کي د ډايي په نوم بشپړ روغتيايي مرکز پرانيستل سو.

په کندهار دامان ولسوالۍ کي د ډايي په نوم بشپړ روغتيايي مرکز پرانيستل سو.

دغه کلينيک، چي د کندهار والي حيات الله حيات لخوا د پټۍ په پرې کولو سره پرانيستل سو، پرمهال يې د کندهار والي ترڅنګ د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا او د يو شمېر مرستندويه ادارو مسؤلينو هم ګډون کړی وو.

کندهار والي د خپلو خبرو پرمهال وويل، چي په دغه جوړ سوي روغتيايي مرکز کي به د مور او ماشوم، سراپا او واکسين خدمات ترسره کېږي، چي په يادو برخو کي به د سيمي اوسېدونکو ته زياتي اسانتياوي رامنځته کړي.

نوموړي زياته کړه، چي د کندهار ولايت لپاره د ۲۳ فرعي روغتيايي مرکزونو د جوړولو پروژه منظور سوې او ۱،۷ ميليونه امريکايي ډالره بودجه ورته ځانګړې سوې ده.

د ښاغلي حيات په خبره، چي دغه ۲۳ روغتيايي مرکزونه به په ۸ ولسواليو ( شاوليکوټ، ارغنداب، خاکرېز، ژړۍ، ميوند، سپين بولدک، ارغستان او معروف ) کي په مستقيم ډول د ولايت مقام او عامي روغتيا د رياست تر نظارت لاندي جوړېږي.

د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : پنجشنبه
نېټه : ۲۰ / ۰۴ / ۱۳۹۸