کندهار والي په دامان ولسوالۍ کي له يو شمېر دوکاندارانو سره له نژدې وکتل.

کندهار والي په دامان ولسوالۍ کي له يو شمېر دوکاندارانو سره له نژدې وکتل.

د پنجشنبې په ورځ کندهار والي حيات الله حيات په دامان ولسوالۍ کي له يو شمېر دوکاندارانو سره وکتل او د هغوئ له احواله يې له نژدې پوښتنه وکړه، چي پرومهال يې د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا او د يو شمېر مرستندويه ادارو استازو هم ګډون کړی وو.

په ليدنه کي د ښار دوکانداران خوښ وه، چي کندهار والي يې له نژدې پوښتنه کوي او دغه راز يې ډاډ وړاندي کړ، چي ټولي راکړي ورکړي په افغانيو باندي کوي، ځکه افغانۍ د افغانستان پولي واحد او د افغانانو ملي هويت دی.

کندهار والي حيات الله حيات د خپلو خبرو پرمهال له هغوئ څخه مننه وکړه، چي د خپلو ملي ارزښتونو پالني ته ژمن دي.

دغه راز ښاغلي حيات ډاډ وړاندي کړ، چي د کندهاري ولسونو لپاره به په هره برخه کي اسانتياوي رامنځته کوي او يادو دوکاندارانو ته يې د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړ.

د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : پنجشنبه
نېټه : ۲۰ / ۰۴ / ۱۳۹۸