په کندهار کي مېرمنو ته د زعفرانو د پيازو د وېش لړۍ پيل سوه.

په کندهار کي مېرمنو ته د زعفرانو د پيازو د وېش لړۍ پيل سوه.

د زعفرانو د پيازو وېش، چي د پنجشنبې په ورځ د کرهڼي رياست لخوا پيل سو پرمهال يې د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب او د يو شمېر دولتي ادارو مسؤلينو ګډون کړی وو.

د دغه وېش پرمهال د ولايت مقام مرستيال وويل، چي په کندهار کي د زعفرانو کښت ښه پايله ورکړې او اوس ولايتي اداره هڅه کوي، چي له دې اړخه ښځمنو ته هم اقتصادي پياوړتيا پيدا کړي.

ښاغلي منيب وويل، چي دابه د ولسواليو د ښځمنو سره مرسته وکړي، ترڅو په اسانۍ سره زياته ګټه ترلاسه کړي او له اړوندو مؤسسو له استازو څخه يې وغوښتل، ترڅو په دې برخه کي نوري مرستي هم ترسره کړي.

د زراعت او مالدارۍ رئيس سيد حفيظ الله سيدي هم د خپلو خبرو پرمهال وويل، چي دوی به يادو مېرمنو ته د زعفرانو د کښت او پروسس په برخه کي زده کړه هم ورکړي، ترڅو د زعفرانو د کښت، راټولولو او پروسس ترڅنګ د ترويج په برخه کي هم په کور دننه ظرفيت پيدا او حاصلات زيات سي.

د يادوني وړ ده، چي تردې وړاندي د کرهڼي او مالدارۍ رياست د ښځمنو د اقتصادي پياوړتيا لپاره په کور کي د ګرين هوزونو ترڅنګ د چرګانو د پارمونو زمينه هم برابره کړي او په دې برخه کي يې د ظرفيت لوړوني په موخه زده کړي هم ورکړي دي.

د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : پنجشنبه
نېټه : ۲۰ / ۰۴ / ۱۳۹۸