کندهار والي د صنایع او معدن بورډ له مسؤلينو او صنعت کارانو سره وکتل.

کندهار والي د صنایع او معدن بورډ له مسؤلينو او صنعت کارانو سره وکتل.

ليدنه، چي د پنجشنبې په ورځ په ولايت مقام کي د کندهار والي حيات الله په مشرۍ ترسره سوه، پرمهال يې د برېښنا رياست رئيس امان الله فاروقي، د صنعت کارانو د اتحاديې رئيس او فابريکه لرونکو صنعت کارانو ګډون کړی وو.

په ليدنه کي راغلي بورډ غړو د صنعتي پارک لپاره د موجوده برېښنا د کمښت يادونه وکړه او زياته يې کړه، چي د برېښنا دغه کمښت له زياتو ستونزو سره مخ کړي او آن دې ته يې اړ کړي، چي خپلي فابريکې وتړي.

هغوئ له کندهار والي څخه د سولري برېښنا ترڅنګ د ډېزلي برېښنا د جنرېټرونو د زياتېدو او همدارنګه يې د سولري برېښنا لپاره د تخنيکي وسايلو د برابرولو غوښتنه وکړه، څو د صنعتي پارک لپاره په کافي اندازه برېښنا برابره او د دوئ د فابريکو فعاليتونه د تېر په پرتله ګړندي سي.

په ورته وخت کي د برېښنا شرکت رئيس امان الله ايوب فاروقي د يادو صنعت کارانو ستونزي پرځای وبللې او زياته يې کړه، چي د مرکزي ادارې سره يې په دې اړه بحث کړی او هڅه کوي، چي يادي ستونزي ته د امکان ترحده حل لاره ولټوي.

په وار سره کندهار والي حيات الله حيات هم د خپلو خبرو پرمهال د راغلو صنعت کارانو ستونزي يو په يو واورېدې او هغوئ ته يې ډاډ ورکړ، چي دغه ستونزي به د امکان ترحده حلوي، د هغه په خبره، چي په ياده برخه کي هغه ستونزي، چي په مرکز پوري تړاو لري تر مرکزي ادارې پوري به يې رسوي ترڅو ورته حل لاره ولټول سي.

دغه راز ښاغلي حيات د افغانستان لپاره اقتصادي ازادي خورا اړينه وبلل او زياته يې کړه، چي په اوسنيو حالاتو کي د صنعت کارانو لپاره اسانتياوي په اقتصادي ازادۍ کي ځانګړی رول لري.

پاته دي نه وي، چي د کندهار په صنعتي پارک کي له ۱۶۰ – ۱۸۰ پوري فابريکې په فعاليت بوختي دي، چي په بېلابېلو برخو کي توليدات لري او زرګونه تنو ته يې کاري زمينه هم برابره کړې ده.

د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : پنجشنبه
نېټه : ۲۰ / ۰۴ / ۱۳۹۸