کندهار والي د شاوليکوټ ولسوالۍ له مخورو او ځوانانو سره وکتل.

کندهار والي د شاوليکوټ ولسوالۍ له مخورو او ځوانانو سره وکتل.

ليدنه، چي د پنجشنبې په ورځ په ولايت مقام کي د کندهار والي حيات الله حيات په مشرۍ ترسره سوه، پرمهال يې د شاوليکوټ ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قومندان محمد داود هم ګډون کړی وو.

راغلي مشران، چي شمېر يې سلګونه تنو ته رسېده د شاوليکوټ ولسوالۍ اړوند د چينار، تمبکور، کوندلانو، مانو، باغده سره، زنګيتار، لوړي او کښته کلعه له سيمو څخه وه او شاوخوا د ۱۲۰۰ کورنيو استازيتوب يې کاوه.

دوئ کندهار والي ته د خپلو خبرو پرمهال عرض وکړ، چي له تېرو ۴ ورځو راهيسي يې د کورنيو ۴۵ غړي وسلوالو مخالفينو په دې موخه له ځان سره د وهلو ترڅنګ بنديان کړي، چي دوئ به د شاوليکوټ ولسوالۍ څخه تر ترينکوټ پوري پر غځېدلې لويه لاره باندي امنيتي ځواکونو ته ځواب ورکوي او يا به هم يادي سيمي پرېږدي او له خپلو کورونو څخه به مهاجرت کوي.

هغوئ زياته کړه، وسلوالو مخالفينو د دوئ د کورنيو بندي سوي ۴۵ تنه د ۲ ساعتونو لپاره په دې موخه له بنده خوشي کړي، چي د خپلو مشرانو په واسطه تر ولايتي مسؤلينو پوري خبر ورسوي، څو د کندهار - اروزګان پر لويه لاره د امنيتي ځواکونو د تېرېدو مخه ونيسي، چي په دغه برخه کي راغلو معتريضو مشرانو د يادي ستونزي د حل په موخه له کندهار والي څخه د همکاريو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کي کندهار والي حيات الله حيات د خپلو خبرو پرمهال وسلوال مخالفين د هيواد او خلګو دښمنان وبلل او زياته يې کړه، چي همدغه وسلوال وخت پر وخت هڅه کوي، چي د افغانانو په زړونو کي ډار او وېره خپره کړي.

ښاغلي حيات د يادي ستونزي د حل په برخه کي راغلو مشرانو ته د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړ او ويې ويل، چي د دغي ستونزي د حل په برخه کي به له هري ممکنه لاري ګټه اخلي.

د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : پنجشنبه
نېټه : ۲۰ / ۰۴ / ۱۳۹۸