په کندهار کي د وسلوالو ترهګرو ۴۰ کسیزه ډله نیول سوې.

په کندهار کي د وسلوالو ترهګرو ۴۰ کسیزه ډله نیول سوې.

د شنبې په ورځ سهار کندهار والي حیات الله حیات رسنیو ته د یادي ۴۰ کسیزي ډلي په اړه معلومات ورکړل او وويل، نیول سوو کسانو د کندهار ژړۍ، پنجوايئ، میوند او ارغنداب ولسوالیو په شمول په بادغیس، جوزجان او وردګو ولایتونو کي تر ترهکریزو فعالیتونو وروسته غوښتل د فرضي کرښي ها غاړي ته واړوي او نه یوازي، چي د خپلو ورانکاره فعالیتونو راپور يې شریکوي تر څنګ يې غوښتل هلته په ترهګریزو مرکزونو کي نوري ترهګریزي زده کړي هم وکړي.

کندهار والي وويل: د نیول سوي شبکې ټول غړي د ملی امنیت ریاست د ویښو او بیدارو منسوبینو تر جدي تعقیب او راپور لاندي وه او مخکي له دي، چي نور ورانکاره فعالیتونه وکړي، ونیول سول.

کندهار والي زیاته کړه، د کومه راهیسي چي د سولي خبرو سرعت موندلي ورسره سم وسلوالو مخالفینو هم خپل ورانکاره فعالیتونو ته زور ورکړي چي تلفات يي ټول عامو ولسونو ته اوړي او پدې سره دوی غواړي خپل د تسلط ساحې پراخي وښيي، خو د کندهار والي په وينا د ملي امنیت ځواکونه توانیدلي، څو د ټولو ورانکاره ډلو د فعالیتونو مخه په ښه توګه ونیسي او پدې سره يې د عامو خلکو د وژنو مخنیوي کړي.

باید وويل سي ، چي د تیرو څو میاشتو راپدي خوا د ملي امنیت د ويښو او بیدارو منسوبینو له لوري په کندهار کي لسګونه وسلوال ترهګر تر تعقیب او راپور وروسته نیول سوي او پخپلو ترسره کړو ورانکاره فعالیتونو يې اعتراف هم کړي دئ.

کندهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ: شنبه
۱۳۹۸/۴/۲۲