کندهار والي وايي په پوره توان سره د فساد مخه نیسم.

کندهار والي وايي په پوره توان سره د فساد مخه نیسم.
د شنبې په ورځ د کندهار د نورزو قوم د بولدک، ژړۍ، میوند، پنجوائی ولسوالیو او ښار ګڼ شمیر مخورو، علماو، متنفذینو او ځوانانو په ولایت مقام کي له کندهار والي حیات الله حیات سره وکتل.

په لیدنه کي د ولایتي شورا غړي حاجي محمد نادر، د ملي امنیت مرستیال، د کلیو، پراختیا او بیارغوني او د سرحدونو او قبائلو چارو رئیسانو هم حضور درلود.

د لیدني پر مهال د نورزو قوم د راغلو مشرانو په استازیتوب د ولایتي شورا وکیل حاجي محمد نادر او دوو تنو نورو پخپلو خبرو کي د بندیانو د راخوشي کیدو، په یادو ولسوالیو کي د بیارغنیزو کارونو د پراختیا،اجتماعي عدالت د تامین او ګڼو نورو برخو کي خپلي ستونزي او وړاندیزونه شریک کړل.

د دوی تر غوښتنو او وړاندیزونو اورېدو وروسته کندهار والي حیات الله حیات پخپلو خبرو کې وویل،کندهار د سولي، ورورولۍ او امن کور دي او د ټولو قومونو سره په همږغۍ به ولسوالیو کي د متوازن انکشاف او کڼو نورو برخو د پیاوړتیا په موخه ګام پورته کوي.

کندهار والي وويل، د جمهور رئيس د حکم له مخي هيڅ دولتي مامور په ټاکنو کي د مداخلې حق نلرئ او نه یوازي، چي ولايتي اداره مکلفه ده تر څو شفافو ټاکنو ته زمینه مساعده کړي تر څنګ یې په ټاکنو کي د فشار اچونکو مخه هم نیسي.

کندهار والي د خپلو خبرو په دوام وویل: د اجتماعي عدالت د تامين په موخه به حق و حقدار ته رسوم او هیڅ بیګناه کس نه بندي سوي او نه به هم بندي کیږي.

ښاغلي حیات زیاته کړه، په پوره توان سره د فساد په وړاندي مبارزه کوم او مخه يې نیسم او ټولي هغه اوازې يې بې بنسټه وبللې، چي د بندیانو په ازادۍ کي پیسي اخیستل کيږي او راغلو مشرانو ته یې ډاډ ورکړ، چي د اصولو له مخي د هر بندي تر اعتراف وروسته ورسره قانوني چلند سوي.

د خبرو په وروستیو کي کندهار والي حیات الله حیات د ولسونو وغوښتل، چي د عدالت او امنیت د تامین په شمول د فساد په مخنیوي کي ورسره مرسته وکړي.

کندهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
شنبه، ۱۳۹۸/۴/۲۲