د ښه حکومتولۍ د پیاوړتیا په موخه د جوړیدونکي کنفرانس لپاره تدابیري غونډه جوړه سوه.

د ښه حکومتولۍ د پیاوړتیا په موخه د جوړیدونکي کنفرانس لپاره تدابیري غونډه جوړه سوه.

د محلي ارګانو خپلواکه اداره په پلان کي لري څو د جولاې میاشتي په وروستیو کی د زون په سطحه په کندهار کي د ښې حکومتولۍ د پیاوړتیا په موخه کنفرانس جوړ کړي، چي د شنبې په ورځ د مرستیال والي عبدالحنان منیب په مشرۍورته تدابیري غونډه جوړه سوه او پر مهال یې د سکتوري، خدماتي، لوړو زده کړو او خصوصي سکتورونو مسؤلینو او استازو برخه اخیستې وه.

په غونډه کي ټولو ویناوالو د یاد کنفرانس لپاره د جوړیدونکي طرحي د تقویې په موخه وړاندیزونه او نظریات شریک کړل.

وروسته مرستیال والي عبدالحنان منیب وویل: په یاده طرحه کي دي د اقتصادي فرصتونو پر مشخصولو، د زراعتي پیداوارو لپاره د بسته بندۍ او خارجي بازار موندني، احصائې د کره والی، د بې کارۍ د ختمولو پر حل لارو، د سوداګریزو لارو او سړو خونو پر جوړولو، د باغدارانو او زمیندارانو د اتحادیې پر جوړولو، په دولتي ادارو کي تکنالوژۍ ته لاسرسي او ګڼ شمیر نور ضرورتونه دي پکښي ځای پر ځای سي.
مرستیال والي وویل: موږ باید څو طرحي جوړي او شریکي کړو تر څو ښه طرحه انتخاب او د جوړیدونکي کنفرانس لپاره وټاکل سي.

په غونډه کي پرېکړه وسوه، چي د یاد کنفرانس د ښه جوړولو په موخه به نوري تعقیبي تدابیري غونډي هم جوړيږي او پر مهال به یې لازم تصمیمونه ونیول سي.
کندهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ: شنبه
۱۳۹۸/۴/۲۲