د مالیې وزارت به ډیر ژر د کندهار د شپږو پروژو لپاره غیر مشروطه بودېجه را انتقال کړي.

د مالیې وزارت به ډیر ژر د کندهار د شپږو پروژو لپاره غیر مشروطه بودېجه را انتقال کړي.
د پنج شنبې ورځي اداري مجلس، چي د کندهار والي حیات الله حیات په مشري جوړ سوي و، په پیل کي د تیري پنج شنبې د پيښي قربانیانو او په هیواد کي د دایمي سولي راتلو لپاره د دعا لاسونه لپه سوه او وروسته د پیل د وینا پر مهال کندهار والي حیات الله حیات وویل: کابل ته يې د خپل وروستي سفر پر مهال د ماليې، عامي روغتیا او پوهني له وزیرانو سره د کندهار ستونزي شریکي کړې.

کندهار والي کابل ته د خپل وروستي سفر په اړه وويل: د یادو وزیرانو سره يې په لیدنو کي ژمني تر لاسه کړې او زیاته يې کړه، چي ډير ژر به د دهلې بند په رغنیزو او استملاکي چارو کي چټکتیا راسي، د خاکریز او ارغنداب تر منځ سړک ته بودیجه ځانګړې کیږي، د ۱۳۹۹ ه ش کال په پرمختیايي پلان کي به هر سکتور ته دوې پروژې منظور سي، د بندو ښوونځیو د بیرته خلاصون پر مهال به د بودیجې او تشکیل ستونزه هواره وي، ډير ژر به معارف ریاست ته ۵۰۰ زره جلده کتابونه راولیږل سي.

ښاغلي حیات زیاته کړه، چي د عامي روغتیا ریاست لپاره د بودیجې د زیاتوالي، د مستوفیت او ګمرک ریاستونو د ترانسپورټ د ستونزي هوارۍ، د ښوونکو د حق الزحمه معاشاتو د ژر انتقال او د وروستی پيښي پر مهال په ګمرک ریاست کي د اوښتو زیانونو په اړه هم مرکزي اداره په جریان کي اچولې ده تر څو پر وخت په یادو برخو کي هم ستونزو ته رسیده ګي وسي.

کندهار والي زیاته کړه، چي لویه ستونزه د مالیې وزارت له لوري د غیر مشروطه بودیجې نه انتقال وو او پدې برخه کي د مالیه وزیر ورسره ژمنه کړې، چي ډير ژر به د کندهار د شپږو پروژو لپاره غیر مشروطه بوديجه را انتقال کړي تر څو په کندهار کي رغنیزي چاري سرعت پیدا کړي.

په غونډه کي د ګمرک رئيس هم خبري وکړې او وويل: چي د وروستۍ پيښي پر مهال په ګمرک ریاست کي ۱۶ باربري وسایط سوځيدلي دي او د ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰ میلیونه افغانیو پوري خساره اوښتې ده او همدارنګه يې زیاته کړه، چي پدغه برید کي یو محراب مسجد هم شهید سوی دی، چي د ګمرک په احاطه کي ولاړ وو.

په غونډه کي د بیرغ ملي ورځي ته د چمتووالي په اړه هم نظریات شریک او د ښه لمانځلو په موخه مسؤلینو ته دندي وسپارل سوې تر څو ۷ د اسد یا د بیرغ ملي ورځ د وطني احساس له مخي په ښه توګه او د ولس په مینځ کي ولمانځل سي او پدي اړه کندهار والي د ادارو مسؤلینو ته په بیلابیلو برخو کي د ښه تنظیم او چمتووالي لارښوونه وکړه.

د اداري مجلس په غونډه کي پر یو لړ نورو موضوعاتو هم خبري وسوې او په اړه يې لازم تصمیمونه ونیول سوه.

د کندهار ولایت مقام د رسنیو مرکز
پنج شنبه، ۱۳۹۸/۵/۳