د جمهور رئيس د حکم د تطبيق په موخه د وروستيو پېښو د قربانيانو له کورنيو سره د خوراکي توکو او نغدي پيسو مرسته وسوه.

د جمهور رئيس د حکم د تطبيق په موخه د وروستيو پېښو د قربانيانو له کورنيو سره د خوراکي توکو او نغدي پيسو مرسته وسوه.

د يادو مرستو توزيع د شنبې په ورځ د ولايتي ادارې له لوري پيل سوه، چي د ولايت مقام د سکتوري رئيس عبدالحکيم حکيمي ترڅنګ د ولايتي شورا استازو، پېښو پر وړاندي د مبارزې، کډوالو چارو او معلولينو رياستونو مسؤلينو او امنيه قومندانۍ استازي ګډون کړی وو.

دغه مرسته د ( ۱۰۰ ) هغو کورنيو لپاره ځانګړې سوې وه، چي په شاولیکوټ، معروف، خاکریز ، ارغستان او تیري پنج شنبې په ورځ د امنیه قومنداني په پېښه کي يې شهیدان او ټپيان ورکړي وه.

د جمهور رئیس محمد اشرف غني له لوري هري کورنۍ ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي او ۳ زره افغانۍ مالي مرسته ځانګړې سوې وه.

د کندهار ولايت مقام د رسنيو مرکز
ورځ : شنبه
نېټه : ۰۵ / ۰۵ / ۱۳۹۸