په کندهار کي ۷ د اسد یا د بیرغ ملي ورځي لمانځلو ته بشپړ چمتووالی نیول سوی.

په کندهار کي ۷ د اسد یا د بیرغ ملي ورځي لمانځلو ته بشپړ چمتووالی نیول سوی.
د شنبې په ورځ وروسته له غرمې د کندهار والي حیات الله حیات په مشرۍ د بیرغ د ملي ورځي لمانځلو ته تدابیري غونډه جوړه سوه، چي پرمهال يې مرستیال والي عبدالحنان منیب، د ولایتي شورا غړي نعمت الله شېردلي، سکتوری رئیسانو، د حوزو آمرینو، د ملي امنیت اړوند د حوزو مدیرانو، د صنفي اتحادیو او مدني ټولنو مسؤلینو، د ګذر وکیلانو او نورو برخوالو ګډون کړی وو.

په غونډه کي لومړی کندهار والي حیات الله حیات خبري وکړې او زیاته یې کړه، چي ملي بیرغ زموږ هویت، وقار، ویاړ او د ملي یووالي سمبول دی او د تاریخ د لوړو او ژورو څخه تر نن ورځي د دې بیرغ د لوړ او رپانده ساتلو لپاره افغانانو د سر او مال په بيه قربانۍ ورکړي، چي دا ویاړ يې تر موږ پوري رارسولی دی.

کندهار والی زیاته کړه، د اسد د ۷ مي یا د بیرغ د ملي ورځي لمانځلو ته د ټول هیواد په شمول په کندهار کي هم بشپړ چمتووالی نیول سوی او د ولایتي ادارې هڅه داده، چي دا ورځ په کندهار کي په بېل او شانداره شکل ولمانځل سي.

ښاغلي حیات وویل، په ټول هیواد کي به د دوشنبې په ورځ مازدیګر پر ۵:۲۸ دقیقې افغانان ملي بیرغ په لاس کي پورته کوي او په اهتزاز به يې راولي، تر څو د دې ورځي شان مو پر ځای کړي وي او پدې برخه کي د ټولو دولتي ادارو خصوصي سکتور او عامو ولسونو وغوښتل، چي دا ورځ د ملي حماسې په توګه په ګډه ولمانځي.

وروسته د امنيتي سکتور راغلو مسولینو ډاډ وړاندي کړ، چي د دې ورځي په مناسبت به بشپړ چمتوالی نيسي.

همدارنګه ټولو ګډونوالو هم د یادي ورځي په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړه او د خپله اړخه يې د دې ورځي د ښه لمانځلو ډاډ وړاندي کړ.

د کندهار ولایت مقام د رسنیو دفتر
ورځ : شنبه
نېټه : ۰۵ / ۰۵ / ۱۳۹۸