مرستیال والي د سولي له عامه کتابتون سره ۱۳۲ جلده بیلابیلو کتابونه مرسته وکړه.

مرستیال والي د سولي له عامه کتابتون سره ۱۳۲ جلده بیلابیلو کتابونه مرسته وکړه.

د شنبې په ورځ مرستیال والي عبدالحنان منیب د لوی کندهار د ځوانانو شورا او سولي له عامه کتابتون د مسؤل منور احمد واحدي سره د ۱۳۲ جلده بېلابېلو کتابونه مرسته وکړه او هیله یې وښودل، چي په ټولنه کي د کتاب لوستني دود عام سي، تر څو د عصري نړۍ د هیوادونو سیال سو او زیاته یې کړه، چي مدني ټولني او نور خیریه نهادونه دي د مطالعې په پراختیا او پیاوړتیا کي مرسته وکړي.

په ورته وخت کي د لوی کندهار ځوانانو شورا او سولي عامه کتابتون مسؤل منور احمد واحدي هم د مرستیال والي عبدالحنان منیب څخه مننه وکړه، چي د ځوانانو سره د مطالعې د فرهنګ په پیاوړتیا کي مرسته کوي او د ولایتي ادارې د دغه ډول هڅو ستاینه يې وکړه.

د کندهار ولايت مقام د رسنيو دفتر
ورځ : شنبه
نېټه : ۰۵ / ۰۵ / ۱۳۹۸