د ولسوالیو په ټولو پروژو کي به ځايي اوسېدونکو ته کاري لومړیتوبونه ورکول کېږي.

د ولسوالیو په ټولو پروژو کي به ځايي اوسېدونکو ته کاري لومړیتوبونه ورکول کېږي.
د شنبې په ورځ وروسته له غرمې ( A.T.C ) ماین پاکۍ موسسې مسؤلینو، چي تازه یې په لوېدیځو ولسوالیو کي د ماین پاکۍ پروژه پیل کړې او دمګړی د ځايي اوسېدونکو د استخدام په پروسه اخته دي له کندهار والي حیات الله حیات سره وکتل.

دوی یو په بل پسي خبرو کي د یادي پروژې د ستونزو، خنډونو او مداخلو په اړه کندهار والي ته هر اړ خیزه معلومات ورکړه او ويې ویل، چي دوی غواړي دغه پروژه په سیمه کي په ښه توګه تطبیق کړي، تر څو د ماینونو څخه دغه ساحه پاکه او خلک په ډاډه زړه د زراعت او ملي پروژو په پراختیا او ساتنه کي ونډه واخلي.

کندهار والي حیات الله حیات خوښي وښودل، چي په ولسوالیو کي د ژوند کولو، زراعتي پراختیا او ملي پروژو د ښه تطبیق په موخه د ماینونو څخه ساحې پاکېږي او خلک د پټ دښمن یا ماین څخه ژغورل کېږي.

ښاغلي حیات زیاته کړه، ټولي هغه پروژې، چي ولسوالیو کي تطبیقېږي باید ځايي غريبو کسانو ته کاري لومړیتوب ورکول سي، تر څو هغوئ ته د کار زمینه مساعده او په اقتصادي وضعیت کي يې ښه والی راسي.

کندهار والي وویل، چي د ماین پاکۍ په پروژه کي باید کار اهل کار ته وسپارل سي او د واسطو او غير قانوني لارو د مقرريو څخه په کلکه مخنيوی وسي، چي په په خبره يې د دا ډول پروژو امنیت باید ځايي اوسېدونکي ونیسي، تر څو د خپلي سیمي په پرمختګ کي خپل مسؤلیت ادا کړي.

ښاغلي حیات راغلو کسانو ته وویل، چي په قانوني ډول دي د استخدام پروسه مخته یو سي او د قانون په چوکاټ کي يې راغلو کسانو ته د همکارۍ ډاډ هم ورکړ.

د کندهار ولایت مقام د رسنیو دفتر
ورځ : شنبه
نېټه : ۰۵ / ۰۵ / ۱۳۹۸