کندهار والي حيات الله حيات په لیدنه کي د عدلي او قضايي راغلو استازو ته لارښوونه وکړه، چي د راغلو مراجعینو حقوقي او نورو قضیو ته عاجل حل لاره وړاندي کړي او د ولس څخه یې وغوښتل، چي د ولایتي اداري سره په هره برخه کي همکاره پاته سی.
په ليدنه کي عام ولس خپلي حقوقي او ټولنيزي ستونزي له کندهار والي حيات الله حيات سره په مخامخ ډول شريکي کړې او د حل په برخه کي يې ورڅخه د همکاريو غوښتنه وکړه.
کندهار والي د هغوئ ستونزي يو په بل پسې واورېدې او د حل په موخه يې اړوندو ارګانونو ته راجع کړې، ترڅو لازم د ولس مشکلات عاجل په قانوني توګه ورته حل کړي.
ښاغلي حيات د راغلو مراجعینو وغوښتل تر څو د فساد په مخنیوي، د قانون په حاکمیت او ورته نورو برخو کي د ولایتي ادارې سره همکاري وکړي او په ګډه سره د ستونزو په حل کي برخه واخلو.
د کندهار ولایت مقام د رسنیو مرکز
دوشنبه، ۱۳۹۸/۵/۷