ملي بیرغ زموږ عزت، وقار او ابرو ده او ددې د لوړ او رپانده ساتلو لپاره باید ملي یووالي وساتو او په هره برخه کي علم حاصل کړو

ملي بیرغ زموږ عزت، وقار او ابرو ده او ددې د لوړ او رپانده ساتلو لپاره باید ملي یووالي وساتو او په هره برخه کي علم حاصل کړو
کندهار والي حیات الله حیات نن دوشنبه د البلال روغتيايي علومو له انسټيټيوټ څخه د ۲۵۰ تنو په فراغت غونډه کي ګډون وکړ، چي ګڼ شمیر نورو مسؤلینو، د فارغینو والدینو او نژدې خپلوانو هم برخه اخیستي وه.

په غونډه کي کندهار والي حيات الله حيات وويل: نور د دې وخت نه دی، چي په توره او ټوپک د افغانستان نوم اوچت کړو بلکي د ټکنالوژۍ، ساينس او عصري علم په مرسته د هيواد نوم اوچتولاي سؤ.

ښاغلي حیات زیاته کړه هر هغه څوک، چي په سنګر کي قرباني ورکوي او یا د يوه مسلک په زده کولو باندي بوخت وي د دواړو مبارزه سپیڅلې او ددې هیواد د ښه راتلوونکي لپاره ده.

ښاغلي حیات همداراز وویل، کندهاري ولسونه د هيواد او کندهار په بیا جوړونه کي مسؤلیت لري، ځکه دا ولایت برخه لیک ټاکوونکي دي او ددې ځاي ولسونه هیواد د نړۍ له پرمختللو ملتونو سره سيال کولاي سي.

په مراسمو کي کندهار والي د اسد ۷ مي يا د بيرغ ملي ورځي ته په اشاره سره وويل: د افغانستان ۳ رنګه بيرغ زموږ وقار، عزت او ابرو ده او د هغه د هسک ساتلو لپاره زموږ نيکونو او پلرونو قربانۍ ورکړي دي او پر موږ لازمه ده، چي د دې بیرغ د شان او عظمت ساتلو لپاره مازدیګر راووزو او په ټول کندهار کي د بیرغ ملي ورځ په جوش او ولولو سره ولمانځو.

د مراسمو په وروستيو کي د البلال روغتیايي علومو انسټیټیوټ بنسټګر کندهار والي ته ځکه د عزت بګړۍ ور وتړل، چي ښاغلي حیات کندهار ته د راتګ سره سم د ولایت مقام دروازه د عامو خلکو پر مخ خلاصه کړې ده او خلک په ډیره اسانۍ سره خپلي ستونزي شریکوي.

همدارنګه د کندهار والي په حضور کي د عامي روغتيا رئیس او البلال صحي علومو انسټيټيوټ د مسؤل ترمنځ يو تړون لاسليک سو، چي له مخي به يې ۱۰۰ تنو ته په یاد روغتیایي مرکز ځانګړي تخفيف ورکول سي.

د کندهار ولایت مقام د رسنیو مرکز
دوشنبه، ۱۳۹۸/۵/۷