په کندهار کي د بیرغ ملي ورځ په جوش، ولولو، اټڼونو او خوشحالیو ولمانځل سوه

په کندهار کي د بیرغ ملي ورځ په جوش، ولولو، اټڼونو او خوشحالیو ولمانځل سوه
===
د اسد ۷مه د بیرغ ملي ورځ د کندهار والي حیات الله حیات په مشرۍ، د ټولي ولایتي ادارو د مسؤلینو، کارکوونکو، ولایتي شورا، مدني ټولنو، ځوانانو، ولسونو او ټولو ښاریانو په ولولو، جوش او خوشحالیو په ترڅ کي ولمانځل سوه.

لکه څرنګه چي د هیواد په ټولو سیمو کي پر ۵:۲۸ دقیقې ۷ د اسد یا د بیرغ ملي ورځ د بیرغ په رپولو سره ولمانځل په ورته وخت کي 
د کندهار ولایت مقام د انګړ او حرم سرای په شمول د لوی امپراطور احمدشاه بابا په مقبره، خرقې مطهرې زیارت، د ښار په ټولو مهمو او ګڼ میشته سیمو، ولسوالیو او ټول لیرو پرتو سیمو کي د مازدیګر پر ۵:۲۸ دقیقې پیل او د ملي احساساتو په څرګندولو یې لمانځلو تر ماښامه ادامه لرل.

پدغه مراسمو کي د کندهار والي حیات الله حیات تر څنګ، مرستیال والي عبدالحنان منیب، د ولایتي شورا رئیس، ځوانانو او په زرګونو ښاریانو د ملي بیرغ د شان او عظمت ساتلو لپاره ملي بیرغ په خپلو لاسونو کي لوړ او رپاند په اهتزاز راوستئ او د بیرغ د ملي ورځي په پار یې ملي شعارونه پر خپلو ژبو زمزمه کړل.

له دې ور اخوا د ملي بیرغ د ورځي د لمانځلو لپاره ښاریانو د خپلو کورونو پر سرونو، واټونو او موټرونو باندي خپل درې رنګه بیرغ لوړ او هسک ساتلي وو او ددې بیرغ د عزت او وقار ساتلو ژمنه یې د بیرغ په رپولو سره تازه کړه.

باید وویل سي، چي د ولایتي ادارې مسؤلینو ددې ورځی د لمانځلو په پار خپل موټرونه هم د ملي بیرغ په څیر رنګ کړي وه او د بیرغ د شان ساتلو لپاره یې خپل وطنې احساسات څرګند کړه.

د کندهار ولایت مقام د رسنیو مرکز
دوشنبه، ۱۳۹۸/۵/۷