کندهار والي په بامیانو ولایت کي د سیمیزي حکومتدارۍ دوه ورځنی ملي سمینار په فعاله غړیتوب سره پای ته ورسوي

کندهار والي په بامیانو ولایت کي د سیمیزي حکومتدارۍ دوه ورځنی ملي سمینار په فعاله غړیتوب سره پای ته ورسوي
===
دغه کنفرانس چي د چهارشنبې په ورځ د هیواد په مرکزي ولایت بامیان کي جوړ سوی وو پر مهال یې د کندهار والي حیات الله حیات په ګډون د بامیانو او لغمان والیانو، د سیمیزو ارګانونو خپلواکي ادارې معینانو او د ګڼ شمېر نورو ادارو استازو هم ګډون کړي وو.

پدغه دوه ورځني کنفرانس کي ګډونوالو د سیمیزي حکومتدارۍ په پیاوړتیا، په ولایاتو کي د ښه خدماتو وړاندي کولو، د وګړو د ورځني او اقتصادي حالت د بدلون، د خلکو ونډه په حکومتداري کي او بیلابیلو نورو موضوعاتو باندي ۱۳ طرحي وړاندي کړې او په وړاندي سوو طرحو باندي تر بحثونو، عملي تجربو او نظریاتو شریکولو وروسته شپږ غوره طرحي مشخصي سوې، چي اولي، دوهمي او دریمي طرحي ته ډالۍ او تصدیق پاڼي ورکول سوې او پدې سره یاد کنفرانس پای ته ورسید.

د جوړ سوي کنفرانس په وروستي ورځ کندهار والي حیات الله حیات پخپل وار سره خبرو کي د سیمیزي حکومتدارۍ د پیاوړتیا په اړه خپل ترلاسه کړي تجربې د کنفرانس له ګډون کوونکو سره شریکي کړې او د غوره سوو طرحو په اړه یې د خپلو ترلاسه کړو تجربو څخه نظریات او وړاندیزونه اضافه کړه.

د کنفرانس په وروستیو کي د فعاله غړی په توګه کندهار والي حیات الله حیات ځینو برخوالو ته د کنفرانس د مشرتابه له لوري ځانګړی سوي تصدیق پاڼي هم ورکړې او ورته یې په چارو کي د بریالیتوب هیله وکړه.

د کندهار ولایت مقام د رسنیو مرکز
پنج شنبه، ۱۳۹۸/۵/۱۰