کندهار والي کابل ته د سفر پر مهال د میانکو او لوړې بندونو د سروې او جوړیدو ژمني ترلاسه کړې

کندهار والي کابل ته د سفر پر مهال د میانکو او لوړې بندونو د سروې او جوړیدو ژمني ترلاسه کړې
===
کندهار والي حیات الله حیات کابل ته د خپل وروستي سفر پر مهال نن شنبه د اوبو او کرهڼي په چارو کي د جمهور رئیس له سلاکار حمید هلمندی سره وکتل او د کندهار لپاره یې پر یو شمیر حیاتي پروژو خبري وکړې.

کندهار والي لومړی د اوبو بندونو د جوړوني په برخه کي د ارغستان ولسوالۍ د لوړې بند او کندهار ښار د میانکو بند د جوړیدو موضوع شریکه کړه او زیاته یې کړه، چي د دې بندونو په جوړیدو سره کندهار په کرهڼیزه برخه کي د پام وړ پرمختګ کولاي سي.

ښاغلي حیات د جمهور رئیس سلاکار ته وویل: کندهار د زراعت د ودي او پراختیا لپاره اساسي کارونو ته اړتیا لري او په غوښتنه یې کندهار کي دي باغدارانو ته د نمونې په ډول داسي باغونه جوړ سي، چي د زراعت پرمختللي حالت په ښه توګه پکښي تشریح سوي وي تر څو باغداران د نویو میتودونو څخه په استفاده د خپلو باغونو څخه ډیر او ښه حاصل تر لاسه کړي.

وروسته د کرهڼي او اوبو په برخه کي د جمهور رئیس سلاکار حمید هلمندی خبري وکړې او وویل: د ارغستان ولسوالۍ د لوړې بند سروې لپاره حکومت یو میلیون ډالر بودیجه ځانګړې کړې، چي چاري به یې د روان عیسوی کال په اکتوبر میاشت کي پیل سي.

د هلمندی په خبره د لوړې بند تر سروې وروسته دوست هیواد هند د یاد بند د جوړیدو لپاره ۳۰ میلیونه ډالره ژمنه کړې او دمګړي یې د قرارداد اخیستلو په موخه شپږ کمپنۍ شارټ لیست سوي هم دي.

ښاغلي هلمندي زیاته کړه، د کندهار ښار د میانکو بند سروې بشپړه سوې او حکومت د یاد بند جوړیدو ته بودیجه هم ځانګړې کړې ده، چي تر جوړیدو وروسته به ۵۰۰ میلیونه متره مکعبه اوبه ظرفیت ولري.

د جمهور رئیس سلاکار په خپلو خبرو کي یادونه وکړه، چي د ۱۳۹۸ ه ش کال په اوږدو کي به د کندهار پر ۶۰۰ جریبه ځمکو باندي انار، انګور، پسته او شفتالو او پر ۴۰۰ جریبه للمي ځمکو باندي پسته وکري ، چي پدې سره به باغدارانو ته زمینه مساعده سي، تر څو د کرهڼي نوی میتودونه په عملي شکل وویني او خپل حاصلات ورسره لوړ کړي.

د کندهار ولایت مقام د رسنیو مرکز
شنبه، ۱۳۹۸/۵/۱۲