د پرانيستي حکومتولۍ د دوهم پلان په موخه مشورتي غونډه جوړه سوه.

د پرانيستي حکومتولۍ د دوهم پلان په موخه مشورتي غونډه جوړه سوه.

ياده غونډه، چي د دوشنبې په ورځ په ولايت مقام کي جوړه سوې وه، پرمهال يې د ولايت مقام د مرستيال عبدالحنان منيب ترڅنګ د سکتوري ادارو رئیسانو، مدني فعالانو، د مؤسسو استازو ځوانانو او مېرمنو ګډون کړی وو.

افغانستان نهم هيواد دی، چي د ملي عمل يا پرانيستي حکمتولۍ د نړیوال پروګرام غړیتوب يې په ( ۱۳۹۵.ل ) کال کي تر لاسه کړ.

په دې پروګرام کي څلور مهم فکټورونه ( په چارو کي روڼتيا، حساب ورکونه، عامه مشارکت او ټکنالوژۍ څخه ګټه اخيستنه ) په نظر کي نيول کېږي، چي په همدې سکټورونو کي د عامو خلګو او ولسونو نظريات راټولېږي، تر څو حکومتولي غښتلې او شفافيت رامنځته سي.

په غونډه کي د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب وويل : دولت د ملي عمل د لومړي پروګرام په تطبيق کي تر ډېره بريالی او د ښو لاسته راوړنو څخه برخمن دی، چي د دغه پروګرام د لومړي پړاؤ ډېري ژمني په عمل کي پلي سوي دي او ولس هم راضایت ښودلی.

ښاغلي منيب زياته کړه، چي تمه ده د ملي عمل دوهم پروګرام هم د لاسته راوړنو ډک وي او ولسونه د ټولو هغو فعاليتونو څخه خبر سي، چي دولت يې د دوئ د ښېګڼو لپاره عملي کوي.

د غونډي په وروستيو کي د پروګرام د لوړو ذکر سوو څلورو اهدافو معلومات د پریزنټېشن له لاري شريک او د ګډونوالو له لوري نظرونه تبادله سول.

د کندهار ولايت مقام د رسنيو مرکز
دوشنبه – ۱۴ / ۰۵ / ۱۳۹۸