کندهار والي حیات الله حیات د ښاغلي نادري او ورسره پلاوي د راتګ څخه مننه وکړه، چي د ولایتي سفرونو په لړۍ کي کندهار ته په لومړی ځل سفر کوي او غوښتنه يې وکړه، چي کندهاری ځوانانو ته دي د کار زمینه مساعده سي تر څو وړ کسانو په دولتي سکتور کي د خدمت چانس ترلاسه کړي.
په ورته وخت کي د هیواد د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو مستقل کمیسیون رئیس نادر نادری ژمنه وکړه، چي کندهار ته د خپل یو ورځني سفر پر مهال به د اصلاح په موخه اغیزمنه پرانیستنه وکړي تر څو ځوانان ډاډه سي، چي حکومت د دوی د حق ورکولو لپاره اصلاحات راولي او زمینه مساعدوي، چي وړ کسان په دندو وګماري.
دوشنبه، ۱۳۹۸/۵/۱۴
د کندهار ولایت مقام د رسنیو مرکز