د هیواد په کچه لومړی ځل کندهار کي دولتي بستونو ته د ازمویني ورکولو کمپيوټري سیسټم پرانیستل سو

د هیواد په کچه لومړی ځل کندهار کي دولتي بستونو ته د ازمویني ورکولو کمپيوټري سیسټم پرانیستل سو

د دوشنبې په ورځ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو مستقل کمیسیون عمومي رئيس نادر نادری د کندهار والي حیات الله حیات په ملتیا په لومړی ځل د هیواد په کچه دولتي بستونو ته د ازمویني ورکولو کمپيوټري سیسټم پرانیستنه وکړه، چي پر مهال يې د مرکزي او ولایتي ادارې یو شمیر مسؤلینو هم حضور درلود.

په کندهار کي دولتي بستونو ته د ازمویني ورکولو لپاره نوي کمپيوټري سیسټم، چي پر یوه وخت به د ۳۰ تنو څخه د کمپیوټر په ذریعه ازموینه اخلي د کندهار په اداري اصلاحاتو او ملکی خدمتونو ریاست کي جوړ او پرانیستل سو ، چي ۹ میلیونه افغاني مالي لګښت پر راغلي دي.

یاده پرانیستنه پر داسي مهال وسوه، چي دمرکز کابل په شمول د هیواد په ۷ نورو ولایتونو کي هم نن دوشنبه ورته سیسټمونه پرانستل سول او پیل يې له کندهار وسو او د مسؤلینو په خبره فعاله سوی سیسټم د سیمي په هیوادونو کي ډیر کم تر سترګو سوي دي.

مسؤلینو ژمنه وکړه، چي د دې سیسټم په پرانیستلو سره دولتي بستونو ته د ازموینو پروسه د روابطو، فساد او زورواکۍ څخه خوندي سوه او نور به اهل کسانو ته په دولتي چوکاټ کي د کار کولو زمینه مساعه سي.

په پرانیستنه کي کندهار والي حیات الله حیات هم ازموینه ورکوونکو ته ډاډ ورکړ، چي د مستحقو کسانو حق به خوندي وي او هیڅوک يې حق نسي خوړلاي.

دوشنبه، ۱۳۹۸/۵/۱۴
د کندهار ولایت مقام د رسنیو مرکز