نادر نادری د کندهار د مدني ټولنو او رسنیو له مسؤلینو سره وکتل او دولتي سکتور کي د نویو اصلاحاتو په اړه خبر کړل

نادر نادری د کندهار د مدني ټولنو او رسنیو له مسؤلینو سره وکتل او دولتي سکتور کي د نویو اصلاحاتو په اړه خبر کړل

د دوشنبې په ورځ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو مستقل کمیسیون رئيس نادر نادری، ورسره پلاوي د کندهار والي حیات الله حیات په ملتیا ولایت مقام کي د مدني ټولنو او خبریالانو سره په جوړه سوې ګډه غونډه کي برخه واخیستل او د یاد کمیسیون د وروستیو اصلاحاتو او لاسته راوړنو څخه يې ناست حاضرین خبر کړل.

په غونډه کي لومړي کندهار والي حیات الله حیات خبري وکړې او وویل: کندهار ولایت مقام هڅه کوي، چي په ادارو کي اصلاحات راولي، چاري سرعت ومومي، کار اهل کار ته وسپارل سي او مستعدو ځوانانو ته د کار زمینه مساعده سي.

کندهار والي زیاته کړه په همدي موخه یوازي په تیرو څو میاشتو کي ولایتي ادارې زمینه مساعده کړه او زیات شمیر ځوانانو په کندهار کي پر لوړو بستونو دندي اشغال کړې تر څو د نویو استعدادونو په مټ مثبت تحول ته زمینه مساعده کړو او راغلي پلاوي ته يې ډاډ ورکړ، چي د اصلاحاتو په برخه کي د ټولوملي پروسو ملاتړ کوي.

په ورته وخت کي نادر نادری هم د کندهار والي څخه مننه وکړه، چي د حکومتداري په پیاوړتیا او اصلاحاتو راوستلو کي په پوره ژمنتیا خپل مسؤلیت ادا کوي او مننه يې وکړه، چي د دوي د تصمیمونو او پریکړو په تطبیق کي همکاري کوي.

وروسته د غونډي ټولو نارینه او ښځینه ګډونوالو یو په بل پسې په ادارو کي د اصلاحاتو راوستلو او د نوي پرانیستل سوي سیسټم د د موثریت په اړه خپل نظریات، وړاندیزونه شریک او د پرتو ستونزو د حل غوښتنه يې وکړه، چي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو مستقل کمیسیون رئيس نادر نادری او کندهار والي حیات الله حیات له لوري ورته معقول او قناعت ورکوونکي جوابونه وړاندي سول.

د غونډي په وروستیو کي د کندهار والي حیات الله حیات او د مدني ټولنو په استازیتوب منور احمد واحدي نادر نادری ته د کندهاری دود سره سم بګړۍهم ور وتړل او ورسره راغلي پلاوي ته هم د ولایتي ادارې د مسؤلینو له لوري بګړۍ ور په سر سوې او د دوی راتګ ته يې هرکلي ووایه.

دوشنبه، ۱۳۹۸/۵/۱۴
د کندهار ولایت مقام د رسنیو مرکز