نور به هیڅ چاته د دولتي بستونو په ګمارونو کي د مداخلې حق نه ورکول کیږي

 

نور به هیڅ چاته د دولتي بستونو په ګمارونو کي د مداخلې حق نه ورکول کیږي

د دوشنبې په ورځ د هیواد د اداری اصلاحاتو او ملکي خدمتونو مستقل کمیسیون رئیس نادر نادری او کندهار والي حیات الله حیات ګډ خبري کنفرانس ورکړ او په دولتي بستونو کي د ګمارني او ازمویني اخیستلو نوی اصلاحات او لاسته راوړني د رسنیو او مدني ټولنو له استازو سره شریکي کړې.

دغه مطبوعاتي کنفرانس چي په ولایت مقام کي ترسره سو، پر مهال يې د مرکزي او ولایتي ادارې یو شمير مسؤلینو، د مدني ټولنو استازو او د ملي او بهرنیو رسنیو خبریالانو هم حضور درلود، چي د لومړی ویناوال په توګه نادر نادري وويل: دولتي بستونو ته د ازمویني ورکولو نوی کمپیوټري سیسټم د هیواد په سطحه نن لومړی ځل په کندهار کي پرانیستل سو او په خبره يې د مرکز کابل په شمول يې په ۷ نورو ولایتونو کي هم پرانیستنه وسوه، چي ددې کال تر اخرو پوری به ۱۴ نور ولایتونه هم د ورته پروسې څخه برخمن سي.

د ښاغلي نادري په خبره دولتي بستونو ته د ازمویني ورکولو دغه کمپیټري سیسټم په سیمه کي ډیر محدود هیوادونه استفاده کوي او د دې سیسټم ګټه داده، چي بې طرفه، بغیر د مداخلې، په شفاف ډول او بغیر د واسطې یو کس په ازموینه کي برخه اخیستلای سي او په خپل استعداد په دولتي سکتور کي د خدمت موقع ترلاسه کولاي سي.

نادري د سیسټم په اړه وويل، چي دمګړي دوي د معیاري ۲۰ زره سوالونو بانک لري، چي د ازمويني پر مهال مدني ټولنو ته د نظارت حق هم ورکول سوي او یوه ښيګڼه يې داده، چي په کمپيوټري سیسټم کي نتیجه تر ازمویني وروسته سمدستي په ډاګه کیږي او بریالی کس تر یوې میاشتي پوري خپله وظیفه اشغالولاي سي، چي پدې سره به کار اهل کار ته د سپارلو لړي سرعت ومومي.

ښاغلي نادري ژمنه وکړه، چي تر دې وروسته به د دولتي بستونو په مقرریو کي پراخ اصلاحات راځي او د بې باوري فضا به له منځه وړي.

وروسته کندهار والي حیات الله حیات هم د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال ښاغلي نادري او ورسره ټيم ته ښه راغلاست ووايه او څرګنده يې کړه، چي ولایتي ادارې په پوره توان سره اصلاحاتو راوستلو ته زمینه مساعدوي او د ټولو هغو فیصلو او مقرریو په تطبیق کي مرسته کوي، چي د یوې شفافي پروسې څخه تر تیریدو وروسته وړ کس دولتی بست ته لاره پيداکړې وي.

ښاغلي حیات دا ویاړ وباله، چي د ټول هیواد به سطحه یاده پروسه په کندهار کي پرانیستل سوه او پر ځوانانو يې ږغ وکړ، چي خپل وړتیا ډیره کړي او پدا ډول پروسو کي نه یوازي باید وځلیږي تر څنګ يې په پوره وړتیا سره په دولتي بستونو کي د خدمت کولو چانس تر لاسه کړي.

د خبري کنفرانس پر مهال د رسنیو له لوري پوښتني هم مطرح سوې، چي د اداری اصلاحاتو او ملکي خدمتونو مستقل کمیسیون د رئیس نادر نادری او کندهار والي حیات الله حیات له لوري ورته جوابونه وویل سول.

دوشنبه، ۱۳۹۸/۵/۱۴
د کندهار ولایت مقام د رسنیو دفتر