نادر نادری او ورسره پلاوي د لوي امپراطور احمدشاه بابا او خرقې مطهرې له مقدسو اماکینو څخه لیدنه وکړه

نادر نادری او ورسره پلاوي د لوي امپراطور احمدشاه بابا او خرقې مطهرې له مقدسو اماکینو څخه لیدنه وکړه

د دوشنبې په ورځ وروسته له غرمي د هیواد د اداری اصلاحاتو او ملکي خدمتونو مستقل کمیسیون رئیس نادر نادری، ورسره پلاوي او د ولایت مقام دواړو مرستیالانو لومړی د خرقې مطهرې له زیارت څخه لیدنه وکړه او په هیواد کې د جنګ جګړو څخه د خلاصون افغانانو ته د یو هوسا ژوند لپاره د الله عظیم دربار ته دعا لاسونه لپه کړل.

وروسته راغلي پلاوی د کندهار ولایت مقام د مرستیالانو په ملتیا د لوي امپراطور احمدشاه بابا مقبرې ته ولاړ او د احمد شاه بابا د کارنامو او اتلولیو د یادوني تر څنګ په کندهار کي د نورو تاریخي او مقدسو اماکینو په اړه هم معلومات شریک سول.

راغلي پلاوي ته په انکشافي برخه کي د کندهار د نویو تحولاتو او پرمختیايي کارونو په اړه هم معلومات ورکول سو او د یو اباد او سوکاله افغانستان لپاره د خدمت ژمنه او دعاوي وسوې.

دوشنبه، ۱۳۹۸/۵/۱۴
د کندهار ولایت مقام د رسنیو دفتر