سمیع الله مقصودي د کندهار د احصایې او معلوماتو ملي ریاست نوی رئیس وټاکل سوو

 

سمیع الله مقصودي د کندهار د احصایې او معلوماتو ملي ریاست نوی رئیس وټاکل سوو
===
د سې شنبې په ورځ د کندهار ولایت مقام د بشري سرچینو رئیس جاوید الله سلطاني د احصایې او معلوماتو ملي ریاست نوی رئیس سمیع الله مقصودي د مسؤلیت پر چوکۍ کښینوی او د یادې ادارې مامورینو ته یې ور وپیژندئ.

ښاغلي سلطاني وویل، چي نوی رئیس د ازادي سیالۍ له لاري مقرر سوي او د یاد ریاست اړوند کاپي کاري تجربه لري.

د سلطاني په خبره د احصایې او معلوماتو ملي ریاست د کندهار لپاره یو تر ټولو مهم ریاست دي او د نوی رئیس څخه یې وغوښتل، چي په ورسپارل سوي مسؤلیت کي د ځانه پوره وړتیا وښیي.

نوي ټاکل سوي رئیس سمیع الله مقصودي هم ژمنه وکړه، چي د خپلو تجاربو له مخي به د کندهار لپاره نه ستړی کیدونکي هلي ځلي کوي.

سه شنبه، ۱۳۹۸/۵/۱۵
د کندهار ولایت مقام د رسنیو مرکز