د غذایي مصونیت کميټې په غونډه کي کندهار والي لارښوونه وکړه، چي د کندهار په هره برخه کي باید دقیق ارقام موجود وي

د غذایي مصونیت کميټې په غونډه کي کندهار والي لارښوونه وکړه، چي د کندهار په هره برخه کي باید دقیق ارقام موجود وي
===
د سې شنبې په ورځ په ولایت مقام کي د کندهار والي حیات الله حیات په مشرۍ د غذایي مصونیت کميټې دوهمه غونډه جوړه سوه، چي پر مهال يې د یادي کميټې غړي رئيسانو او د همکارو موسساتو استازو هم ګډون کړي وو.

په غونډه کي د کرهڼي رئيس د کندهار په اړه وروستي راټول سوي ارقام شریک کړل او زیاته يې کړه، چي مګړي په کندهار ۲ سوه ۳ زره هکټاره ځمکه کرل کیږي، چي ۸۰ زره هکټاره يې یوازي غنم دي او د کاله ۲ سوه ۲۴ زره ټنه حاصل ترلاسه کوو.

د روغتیا رئيس هم په کندهار کي د بې کیفیته خوراکي توکو د کنټرول په اړه خپل تشویشونه او حل لاري شریکي کړې تر څو په کندهار کي غدايي مصونیت ته زمینه مساعده سي.

وروسته کندهار والي حیات الله حیات خبري وکړې او زیاته يې کړه، چي د کندهار د هر سکتور په اړه باید دقیق ارقام موجود وي، تر څو د کره ارقامو له مخي د غذايي مصونیت په اړه پلان جوړ کړو.

ښاغلي حیات وويل: دمګړي په کندهار کي د غدايي مصونیت په اړه هڅي پیکه دي او تر دې وروسته به نه یوازي په دې اړه مفصلي غونډي جوړیږي تر څنګ به يې د اجراتو او پلانونو د تطبیق جدي تعقیب هم ترسره کیږي، تر څو په کندهار کي غذايي مصونیت رامنځته کړو او د بې کیفیته توکو مخه ونیسو.

حیات الله حیات د خپلو خبرو په تعقیب وويل د غذايي مصونیت موضوع یو اوږد مهاله ستراتیژیک پلان ته اړتیا لري تر څو په ډيره ښه توګه د یو پلان له مخي مخته ولاړ سو او پدې برخه کي د کمیټي غړو ته لارښوونه وکړه، چي په راتلوونکو غونډو کي پلان چمتو کړي.

سه شنبه، ۱۳۹۸/۵/۱۵
د کندهار ولایت مقام د رسنیو مرکز