ولسونه باید په ملي بودیجه کي ځان شریک وویني

ولسونه باید په ملي بودیجه کي ځان شریک وویني
===
په غونډه کي د کندهار والي حیات الله حیات تر څنګ مرستیال والي، د مالیې وزارت ستر سلاکار ضیاالحق او ورسره پلاوي، د ولایتي شورا غړی، سکتوري رئیسانو، ولسوالانو، د ولسوالیو د ولسي شورا او اقتصادي شورا غړو، مدني فعالانو، ښځو او نور هغو هم برخه اخیستي وه.

په غونډه کي د کندهار والي حیات الله حیات وویل: دا ډول ناستي د ولس او حکومت تر مینځ واټن له منځه وړي او په خبره یې هغه پروژې، چي د سکتوري ریاستونو له لوري راتلوونکي مالي کال ته پلان سوي تر څنګ به یې د خلګو په غوښتنه د هري ولسوالۍ لپاره یوه بله پروژه هم منظور سي.

کندهار والي حیات الله حیات وویل چي د راتلوونکي کال د ملي بودیجي لپاره هر سکتوري ریاست نوي پلان جوړ کړي خو په خبره یې د ماليي وزارت له لوري په ښار او ولسوالیو کي د خلګو غوښتنو ته د ملي بودیجي څخه ځانګړې بودیجه ټاکل کیږي چي د کندهار لپاره پنځه لکه ډالر په نظر نیول سوي دي.

ښاغلي حیات د مالي وزارت څخه د راغلي پلاوي څخه مننه وکړه چي د کندهار خلګو د غوښتنو لپاره راغلي او دلته د راتلوونکي کال د ملي بودیجي د مصرفولو په موخه د خلګو په غوښتني سروې کوي.

بل لوري د ماليي وزارت ستر سلاکار ضیاء الحق کاکړ وویل چي مالیي وزارت د ملي بودیجي د لا ښه مصرف په موخه د ولایتي بودیجې لپاره ځانګړې پروسه په لاره اچولي چي له مخي یې هري ولسوالي ته د ځايي اوسېدونکو په غوښتنه د نوي پروژو لپاره ځانګړې بودیجه ورکول کیږي .

نوموړي وویل چي اوس مهال د ولایتونو لپاره د بودیجې د ټاکلو او ورکړي په موخه ځانګړې او اسانه پروسه پیل سوې، چي هر څه پکښي واضع او معلومات یې شریکیږي.

سه شنبه، ۱۳۹۸/۵/۱۵
د کندهار ولایت مقام د رسنیو مرکز