کندهار ولایت مقام یو تن، چي په ګوګل ژباړن کي ۷۱ زره پښتو جملې اضافه کړي، وستایه

کندهار ولایت مقام یو تن، چي په ګوګل ژباړن کي ۷۱ زره پښتو جملې اضافه کړي، وستایه
===
عبدالباري نوراني تر اوسه پښتو ګوګل ژباړن ته ۷۱ زره پښتو جملې ژباړلي، او لا هم رضا کاره یاده ژباړه کوي ، چي د سې شنبې په ورځ د ټولنیزو چارو مرستیال حاجي اغالالي دستګیري د نوموړي فعالیتونه په ستاینلیک سره وستایل.

ښاغلي دستګیري د عبدالباري نوراني د دې هڅي ستاینه وکړه او د همکاریو ډاډ یې ورکړ.

مرستیال والي زیاته کړه، چي زموږ هیواد ښه استعدادونو لري او د دې استعدادونو روزل، ساتل او د وطن په جوړونه کي ورڅخه استفاده کول به مو د سیالانو سیال کړي.

په ورته وخت کي ښاغلي نوراني وویل: په ګوګل نقشې کي د هیواد عکسونو ځای پر ځای او غني کول، پښتو ویکیپيډیا، پښتو-عربي الکترونیکي قاموس جوړول او ګڼ شمېر نور په تکنالوجي پوري تړلي کارونه یې تر کار لاندي دي او په یاده برخه کي د امکاناتو او همکاریو ډاډ وغوښت، چي مرسیتال والي ورسره د همکاریو ژمنه وکړه.

سه شنبه، ۱۳۹۸/۵/۱۵
د کندهار ولایت مقام د رسنیو مرکز