د شهیدانو پر چوک د میوند د جنګ فاتح غازي محمد ایوب خان د ملګرو پر مزار د ګلو ګیډۍ کیښودل سوه

د شهیدانو پر چوک د میوند د جنګ فاتح غازي محمد ایوب خان د ملګرو پر مزار د ګلو ګیډۍ کیښودل سوه
===
د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو په لار کي د شهیدانو سوو اتلانو د قربانیو څخه د یادوني په موخه نن دوشنبه کندهار والي حیات الله حیات د کندهار ښار پر شهیدانو چوک باندي د میوند د جګړې د فاتح غازي محمد ایوب خان د شهیدانو سوو ملګرو پر مزار د ګلو ګیډۍ کیښوده.

د کندهار والي حیات الله حیات د ګلو تر ګیډۍ ایښودلو وروسته یادونه وکړه، چي د خپلواکۍ ترلاسه کولو او وطن څخه د دفاع په لار کي د اتلو غازیانو او قهرمانو سرتیرو د قربانیو یاد باید تازه وساتل سي او ولس به تل د دوی د سرښندونو ستاینه کوي.

پدغه مراسمو کي سکتوري رئیسانو او نظامي منسوبینو هم برخه اخیستي وه او د هیواد د ټولو سرښنده شهیدانو لپاره دعاوی وسوې او هغوی د خپلواکۍ ساتلو اصلي قهرمانان یاد سول.

دوشنبه، ۱۳۹۸/۵/۲۸
د کندهار ولایت مقام د رسنیو مرکز