په کندهار ملي راډیو تلویزیون کي د هیواد د ازادۍ سلمه کلیزه د ملي او محلي سندرغاړو په حماسي او وطني سندرو سره ولمانځل سوه

په کندهار ملي راډیو تلویزیون کي د هیواد د ازادۍ سلمه کلیزه د ملي او محلي سندرغاړو په حماسي او وطني سندرو سره ولمانځل سوه
===
د دوشنبې په ماښام کندهار والي حیات الله حیات، د ملي امنیت رئیس برید جنرال برکت الله څمکني، د ولایتي شورا غړو، د دولتي ادارو رئیسانو، د مدني ټولنو غړو او زیات شمیر ځوانانو ګډون کړی وو.

په غونډه کي کندهار والي حیات الله حیات لنډه وینا وکړه او ټولو هیوادوالو او پتمنو کندهاریانو ته یې لومړي د خپلواکۍ د سلمي کلیزي مبارکي وړاندي کړه.

کندهار والي هیله وښودل، چي دغه سلمه کلیزه د سولي، ارامۍ، سوکالۍ، پرمختګ او خوښیو پیلامه سي او ځوانانو ته یې خطاب کي وویل، چي تاسو د هیواد اوس او راتلوونکي یاست او باید تر خپل مینځ یووالي وساتي، تر څو د خپلو مشرانو سره اوږه پر اوږه د هیواد د پرمختګ لپاره کار وکړي.

ښاغلي حیات یو ځل بیا د ټولني پر ټولو اقشارو غږ وکړ، چي افغانستان د سو ډیر حساس پړاو څخه تیریږي او دلته باید ټول سره یو موټي سي، تر څو بریا مو په نصیب او د هیواد بقاء تضمین کړو.

کندهار والي زیاته کړه، چي د هیواد د هر دښمن په وړاندي زموږ اتل او سرښنده ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه ولاړ دي او د هغوي هر ناروا عمل ته به غاښ ماتوونکي جواب وایي.

دوشنبه، ۱۳۹۸/۵/۲۸
د کندهار ولایت مقام د رسنیو مرکز