یونسیف په جنوب لویدیځ زون کي خپل فعالیتونه پراخوي

 

یونسیف په جنوب لویدیځ زون کي خپل فعالیتونه پراخوي
===
د چهارشنبې په ورځ د یونسیف ادارې استازي محمد عیسی رحمن د کندهار والي حیات الله حیات سره په ولایت مقام کي وکتل.

په لیدنه کي لومړي کندهار والي حیات الله حیات د یونسیف ادارې د بشر دوستانه او خیريه مرسته مننه وکړه او زیاته یې کړه، چي د پوهني سکتور په پیاوړتیا او د ماشومانو سره په روغتیایي برخه کي یادي نړیوالي موسسې اغیزمني مرستي کړي او ورڅخه یې مننه وکړه.

په ورته وخت کي راغلي د یونسیف ادارې استازي معلومات ورکړل او وویل، چي یاده اداره غواړي په جنوب لویدیځه حوزه کي خپل فعالیتونه پراخ کړي او په یاده برخه کي د کندهار والي د همکاري غوښتنه وکړه، چي د کندهار والي حیات الله حیات له لوري ورسره د هر راز همکارۍ ډاډ وړاندي سوو.

چهارشنبه، ۱۳۹۸/۵/۳۰
د کندهار ولایت مقام د رسنیو مرکز