د پاکستان نوي قونسل کندهار والي ته خپل باور ليک وړاندي کړ.

د پاکستان نوي قونسل کندهار والي ته خپل باور ليک وړاندي کړ.

د پنج شنبې په ورځ کندهار والي حیات الله حیات د په ولایت مقام کي د پاکستان نوی قونسل محمد نعیم خپل حضور ته ومني او د هغه څخه یې باورلیک یې تسلیم کړ.

په لیدنه کي مخکني قونسل، د بهرنيو چارو رئيس ظاهر الکو او مرستیال یې هم حضور درلود او پر مهال یې نوی ټاکل قونسل وویل: د خپل ماموريت پر مهال به د دواړو هيوادونو د سياسي، اقتصادي، تجارتي او کلتوري اړيکو لا پياوړتيا په موخه کار وکړي او د وېزې په برخه کي به نور هم اسانتياوي رامنځ ته کړي.

کندهار والي حيات الله حيات نوي کونسل ته د ښه راغلاست ترڅنګ په دنده کي د برياليتوب هيله وکړه او زیاته یې کړه، چي دواړه هیوادونه ګډ مشترکات لري او هغه باید تقویه سي.

ښاغلي حيات په دې ليدنه کي د دواړو هيوادونو پر دوستۍ او ګډ کلتور وږغېد او په وينايې دواړه هيوادونه بايد د ولسونو او قومونو د يوالي لپاره ډير کار وکړي، تجارتي او فرهنګي اړيکي قوي کړي او د تعليم او لوړو زده کړو په برخه کي دوه اړخيزه تفاهم لیکونه ولري.

هغه د پاکستان لخوا د افغانستان پر لندې مېوې وروستي لوړ ټکس ته په اشارې وويل چي دغه ډول لوړ ټکس د دواړو هيوادونو پر تجارتي او اقتصادي حالت منفي تاثير کوي او اړينه ده، چي يو مناسب ټکس ورته وټاکل سي.

کندهار والي په دغه ليدنه کي د بولدک دروازې د ۲۴ ساعته خلاصون غوښتنه وکړه، چي په وينا يې دغه کړنه به د دواړو هيوادونو تجارتي، اقتصادي او فرهنګي اړيکي لا پسي قوي کړي.

د ليدني په وروستيو کي د پاکستان نوي کونسل د خپل باور ليک ترڅنګ کندهاروالي ته برابره کړې تحفه وړاندي کړل.

پنج شنبه، ۱۳۹۸/۵/۳۱
د کندهار ولایت مقام د رسنیو مرکز