د مسافر وړونکو اتحادیو یو شمیر مسؤلینو له کندهار والي سره وکتل

د مسافر وړونکو اتحادیو یو شمیر مسؤلینو له کندهار والي سره وکتل
===
د پنج شنبې په ورځ کندهار والي حیات الله حیات د یو شمیر مسافر وړونکو اتحادیو د مسؤلینو سره وکتل او د هغوي ستونزي یې واوریدي.

راغلو د اتحادیو مسؤلینو وویل، دوی په خپلو اتحادیو کي په زرګونو موټران راجسټر کړي دي، چي په نوبت سره مسافر انتقالوي او په خبره پدې وروستیو کي ځیني خپل سري موټروانان په ځینو پټو لارو مسافر کابل او یا نورو ځایونو ته انتقالوي او د دوی اصول تر پښو لاندی کوی.

کندهار والي د دوي تر ستونزو اوریدو وروسته د ترانسپورټ رئیس او د ترافیکو مدیریت ته لارښوونه وکړه، هغه موټران چي په خپل سر په پټو او خطرناکو لارو مسافر انتقالوي او د مسافرو ژوند د خطر سره مخ کوي د اتحادیو په چوکاټ کي دي فعالیت کولو ته متوجي کړل سي تر څو موټروان او موټر د اتحادیو سره ثبت او د قانون له مخي حلاله رزق او روزي پیدا کړی.

پنج شنبه، ۱۳۹۸/۵/۳۱
د کندهار ولایت مقام د رسنیو مرکز