په کندهار کي د ځوانانو نړیواله ورځ ولمانځل سوه

په کندهار کي د ځوانانو نړیواله ورځ ولمانځل سوه
===

د پنجشنبې په اطلاعات او کلتور او ( A.N.C.C ) مرستندويه ادارې په ګډو هڅو د ځوانانو نړیواله ورځ جوړه سوې وه، چي پر مهال يې د ولايت مقام د مرستيال عبدالحنان منیب ترڅنګ د سرحدونو او قبايلو چارو وزير محمد شفيق ګل اغا شېرزی، په ولسي جرګه کي د کندهار د خلګو استازي سيد احمد سېلاب، د ولايتي شورا غړي، د سکتوري ادارو يو شمېر رئيسانو، ګڼ شمېر ځوانانو او مېرمنو ګډون کړی وو.

په غونډه کي د سرحدونو او قبايلو چارو وزير محمد شفیق ګل اغا شیرزي خپلو خبرو پر مهال ځوانانو ته د دوئ د ورځي مبارکي وويل او زياته يې کړه، چي خوښ يم، چي د هيواد د تعليم په ګاڼه سمبال ځوانانو په مینځ کي حضور لرم.

نوموړي له ټولو ځوانانو غوښتنه وکړه، چي د تعليم په برخه کي د هڅو ترڅنګ دي د هيواد د بيا جوړولو په موخه لاسونه یو کړي او په دغه برخه کي نه ستړي کېدونکي هلي ځلي وکړي.

دغه راز په په ولسي جرګه کي د کندهار د خلګو استازي سيد احمد سېلاب هم خبري وکړې او ويې ويل خوښ دی، چي د هيواد په کچه په دولتي ادارو کي يې ځوان قشر په دندو بوخت دی او زياته يې کړه، چي دولت هڅه کوي، چي ځوانانو ته په هره برخه کي لا نور فرصتونه او اسانتياوي هم رامنځته کړي.

همدارنګه د ولايت مقام مرستيال هم ځوانانو ته د دوئ د ورځي مبارکي وويل او د هيواد په بشري نيرو کي يې تر ټولو ستره شتمني ځوانان وبلل، د هغه په خبره همدا ځوانان دي، چي هر ممکن کار ممکن کوي او د هيواد راتلوونکی په همدې ځوانانو پوري تړلی دی.

د غونډي يو شمېر نورو ګډونوالو هم د ځوانانو پر رول، په ټولنه کي د ځوانانو پر مسؤليتونو، د هيواد د پرمختګ او بيا رغوني په برخه کي د هغوئ پر ونډي او داسي نورو برخو کي هر اړخيزه ويناوي وکړې.

په پروګرام کي د ولايت مقام مرستيال ته د کال غوره او په چارو کي فعاله ځوان ایوارډ ورکول او همداراز نورو ځوانانو ته هم ايوارډونه، ستاينليکونه او بېلابېلي ډالۍ ورکول سوې.

پنج شنبه، ۱۳۹۸/۵/۳۱
د کندهار ولايت مقام د رسنيو مرکز