کندهار ولایت مقام کي ۲۱۰ د شکایاتو اوریدلو ۲۴ ساعته فعاله شمیره فعاله کیږي

کندهار ولایت مقام کي ۲۱۰ د شکایاتو اوریدلو ۲۴ ساعته فعاله شمیره فعاله کیږي
===
د پنج شنبې په ورځ د کندهار والي حیات الله حیات په مشرۍ د اداري مجلس اوونیزه غونډه جوړه سوه، چي په ټولنیزو چارو کي د ولایت مقام مرستیال حاجي اغالالي دستګیري او د ټولو دولتي ادارو مسؤلینو پکښي ګډون کړی وو.

په غونډه کي لومړي کندهار والي د ازادۍ ورځي جشن د ښه لمانځلو په موخه د ځینو ادارو د مسؤلینو او کارکوونکو څخه مننه او وویل دا زموږ ملي مسؤلیت وو، تر څو دا ورځ په ښه توګه لمانځل سوې واي او مننه یې وکړه، چي د ملکي او نظامي ادارو د مسؤلینو او کارکوونکو په شمول عامو ولسونو هم پراخ ګډون وکړ.

په غونډه کي د تیري اوونۍ مجلس د ځینو موضوعاتو راپور شریک سوو او په اړه یې لازمي لارښووني وسوې.

د اداري مجلس په غونډه کي کندهار والي حيات الله حيات وويل: ولايت مقام د کندهاري ولس د ستونزو اورېدو په مناسبت د شکاياتو ۲۱۰ شمېره فعاله کړې، چي دوئ کولای سي ټولي هغه ستونزي، چي په دولتي ادارو کي ورسره لاس او ګرېوان دي شريکي کړی او يادي ستونزي به يو په يو بيرته د اړوند ادارو سره په هغه لحظه شريکيږي.

د ښاغلي حیات په خبره دغه اړيکي به محرمي وي او هغه کسان، چي غيرناحقه زنګونه وهي تر تعقيب لاندی به نيول کيږي او عدلي او قضايي ارګانونو ته به ئې معرفي کړي.

په غونډه کي پر یو شمیر نورو موضوعاتو هم بحث وسو او د مجلس د مشرتابه له لوري لازم تصمیمونه ونیول سوه.

پنج شنبه، ۱۳۹۸/۵/۳۱
د کندهار ولایت مقام د رسنیو مرکز