کندهار والي د هيواد د خپلواکۍ سلمي کليزي په مناسبت د ټولو دولتي ادارو او کندهاري ولس د هڅو او ستړياو مننه وکړه او ځیني مسؤلین یې تقدیر او وستایل

 

کندهار والي د هيواد د خپلواکۍ سلمي کليزي په مناسبت د ټولو دولتي ادارو او کندهاري ولس د هڅو او ستړياو مننه وکړه او ځیني مسؤلین یې تقدیر او وستایل
===
د پنج شنبې په ورځ د کندهاروالي حيات الله حيات په یوه لویه جوړه سوې غونډه کي د امنيتي ځواکونو، دولتي ادارو د مسؤلینو او کندهاري ولس څخه مننه وکړه، چي په کندهار کي ئې د هيواد د خپلواکۍ د بيرته ترلاسه کولو په سلمه کليزه کي نه ستړي کېدونکي هلي ځلي وکړې او دغه ورځ ئې په شاندارو مراسمو ولمانځل.

په غونډه کي کندهار والي حيات الله حيات تر څنګ د هلمند والي جنرال محمد یاسین هم حضور درلود، چي پر مهال یې کندهار والي د امنيتي ځواکونو، ملکي ادارې د مسؤلینو، د ښاروالۍ د تنظیف له مامورینو او زیات شمیر برخوالو ځانګړې مننه وکړه، چي د خپلواکۍ د بيرته ترلاسه کولو د جنش لپاره ئې تدابير نيولي وه او ولس ته ئې دا زمينه برابره کړې وه، چي په ډاډه زړه د خپلواکۍ جشن ولمانځي.

ښاغلي حيات د دې ترڅنګ د کندهار ښاروالۍ، برېښنا، ملي راډیو تلویزیون، پوهني، اطلاعات او کلتور، قومونو او قبايلو چارو، سپورټ او بدني روزني، ترافيک مديريت او د يو شمېر نورو دولتي ادارو د مسؤلينو او کارکونکو څخه هم مننه وکړه، چي د خپلواکۍ د بيرته ترلاسه کولو د مراسمو لپاره ئې نه ستړي کېدونکي هلي ځلي وکړې او د دغه ورځي لپاره ئې بېلابيل کلتوري او تفريحي مراسم نيولي وه.

کندهار والي د ملي امنيت د رئيس په ګډون د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر، د يو شمېر امنيتي حوزو امرین، د امنیت ملي مدیران او یو شمیر نورو مسؤلین هم په تقديرنامو، ستاينليکونو او نقدي پيسو ونازول.

کندهار والي د خپلواکۍ د جشن په مناسبت د کندهاري ولس جم وجوش او ملي احساس هم د ستايني وړ وبللی، په وينا ئې په ولسي کچه هم په کندهار کي د دې ورځي ښه لمانځنه وسول او په موټريزو کاروانونو کي د خپلواکۍ د بيرته ترلاسه کولو تود هرکلی وکړ.

پنج شنبه، ۱۳۹۸/۵/۳۱
د کندهار ولایت مقام د رسنیو مرکز