د کندهار د اقتصادی پراختیا او صنعتي ودي لپاره اساسي پروژې پلانیږي

 

د کندهار د اقتصادی پراختیا او صنعتي ودي لپاره اساسي پروژې پلانیږي
===
د پنج شنبې په ورځ د هوایي ترانسپورټ او اقتصادي زونو جوړولو په برخه کي د جمهور رئیس سلاکار داود سلطانزوی د سکایپ لطریقه د کندهار والي حیات الله حیات او صنعتکارانو سره خبری وکړې او دواړو لورو د کندهار د اقتصادي پراختیا او صنعتي ودي لپاره د لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله اقتصادي طرحو جوړولو ته چمتووالي وښود.

د خبرو پر مهال کندهار والي حیات الله حیات د کندهار د ضرورت له مخي په شپږو برخو کي وړاندیرونه وکړل، چي د صنعتي پارک لپاره د سړکونو، اوبو، بریښنا او نورو خدماتو برابرول، په احمدشاه بابا هوايي ډګر کي د کارګو لپاره اساسي ترمینل جوړول، سړې خوني جوړول، د هوایي دهلیز اسانتیاوي پراخول،د میوې او نورو توکو لپاره د بسته بندي مرکز جوړول او همداراز د میوې جوس فابریکه جوړول پکښي شامل وه.

په غونډه کي کندهار والي د اقتصادي پرمختګ او ترانزیټ د پراختیا په موخه د اقتصادي زون جوړیدو د چارو سرعت غوښتنه هم وکړه او همداراز یې د دهلې بند په اړه وویل، چي هغه برخي چي د یاد بند په جوړیدو کي استملاک ته اړتیا نلري، چاری دي پیل سي.

په غونډه کي دواړو لورو لازمه وبلل، چي په کندهار کي د اقتصادي زون جوړیدو ته دي لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله اولویتونه وټاکل سي او تخمیني محاسبه دي وسي، تر څو د عملي چارو لپاره قدم واخلو.
همداراز د شهید جنرال عبدالرازق د جادې په اوږدو کي ځانګړي اقتصادي پروژې ډیزاینولو، د کندهار بای پاس سړک، حلقوي سړک، میرویس نیکه او احمدشاه بابا کورونو جوړولو او هغه پروژې چي هوایي ډګر ته مهمي دي ورباندي بحث وسوو او همدارنګه د نساجي فابریکې په اړه هم خبري وسوې.

د مجلس په وروستیو کي پر یو لړ ځانکړو مسایلو باندي تر بحث وروسته تصمیمونه ونیول سوه او د حل په موخه طرفینو یو بل ته د بشپړي همکارۍ ډاډ وړاندي کړي.

پنج شنبه، ۱۳۹۸/۵/۳۱
د کندهار ولایت مقام د رسنیو مرکز