کندهار والي وایي د کندهار هر ځوان که په کندهار او یا کوم بل ولایت کي دولتي بست ته ځان کاندید کړي وي ازموینه به یې دلته کندهار کي ورڅخه اخیستل کیږي

کندهار والي وایي د کندهار هر ځوان که په کندهار او یا کوم بل ولایت کي دولتي بست ته ځان کاندید کړي وي ازموینه به یې دلته کندهار کي ورڅخه اخیستل کیږي
===
کندهار والي حیات الله حیات د شنبې په ورځ دغه څرګندوني د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو مستقل کمیسیون څخه راغلي پلاوي، چي مشري یې د یاد کمیسیون د تعیناتو بورډ مسؤل محمد یوسف غزنوي او د دارالانشاء رئیس ضیاء احمد عبدالرحیمزي کول سره لیدنه کي وکړې.

کندهار والي حیات الله حیات لومړي پخپلو خبرو کي کندهاري ځوانانو ته زیري ورکړ او وویل: کله چي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون رئیس نادر نادري پخپل وروستي سفر کندهار ته راغلي وو، ورڅخه مي غوښتنه وکړه، چي د کندهار ځوانان که کندهار او کوم بل ولایت کي لوړو بستونو ته نوم ثبتوي نو ازموینه دې همدلته کندهار کي ورڅخه واخیستل سي.

کندهار والي زیاته کړه مرکز ورسره یاده غوښتنه منلې او تر دې وروسته به د کندهار هغه ځوانان، چي په کندهار او یا کوم بل ولایت کي دولتي بستونو ته ځان کاندید کړي وي، همدلته کندهار کي به ورڅخه ازموینه اخیستل کیږي ځکه دلته اکثره بااستعداده ځوانان د اقتصادي ستونزو او لویو لارو پر سر د امنیتي ستونزو لکبله نسي کولاي کابل ته سفر وکړي.

وروسته راغلي پلاوي د کندهار د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست لپاره نوي ټاکل سوي رئیس پیروز خپلواک کندهار والي ته ور وپیژندي، چي کندهار والي یې په راتګ خوښي وښودل او د مبارکۍ ویلو په شمول یې ورته د ملاتړ ډاډ ورکړ، تر څو کار اهل کار ته وسپاري.

کندهار والي د یاد کمیسیون له مشرتابه څخه ځکه مننه وکړه، چي د روابطو پر اساس د ګمارنو د مخنیوي په موخه او کار اهل کار ته د سپارلو په برخه کي دولتي بستونو ته د ازمویني اخیستلو پروسه کمپیوټري کړه او په خبره یې نور به دولتي بستونو ته د امتحان اخیستلو پروسه د هر ډول مداخلې څخه خلاصه وي.

شنبه، ۱۳۹۸/۶/۲
د کندهار ولایت مقام د رسنیو مرکز