د کندهار او زابل ولایتونو د ملکي او نظامي مسؤلینو تر مینځ د همږغۍ غونډه جوړه سوه

 

د کندهار او زابل ولایتونو د ملکي او نظامي مسؤلینو تر مینځ د همږغۍ غونډه جوړه سوه
===

د شنبې په ورځ په ۲۰۵ اتل قول اردو د کندهار او زابل د ملکي او نظامي مسؤلینو د همږغۍ په جوړه سوې غونډه کي د کندهار او زابل والیانو، د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان، کندهار امنیه قومندان، د ملي امنیت رئیس، د کندهار او زابل د ولایتی شورا غړو، سناتورانو، د کندهار ځینو مخکښو څیرو، د قاطع ملاتړ ماموریت جنرالانو او یو شمیر نورو نظامیانو او د ملکي ادارو مسؤلینو برخه اخیستي وه.

په غونډه کي د پیل وینا کندهار والي حیات الله حیات وکړه او وویل: په تیرو ۱۸ کالو کي حکومت، سیاسیونو او نړیوالي ټولني په ګډه قربانۍ ورکړي او د خبرو په دوام یې وویل، افغانستان تر یو حساسي مرحلې تیریږي او اوس هغه وخت رارسیدلي، چي حکومت، سیاسیون او نړیواله ټولنه د افغانستان ملي ګټو ته متعهد پاته سي او بریا خپله کړو.

کندهار والي زیاته کړه، د امنیتي سرتیرو قربانۍ به هیڅکله نه بې ځایه کیږي او په خبره یې ډیر ژر به هیواد ته تلپاتې او باعزته سوله راځي، چي د هیواد د امنیتي سرتیرو پر سر به پکښي هیڅ سیاسي معامله نکیږي.

په غونډه کي د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان، د زابل والي، ملی مشر کلیم الله نقیبي، د کندهار او زابل د ولایتي شورا غړو او یو شمیر نورو ویناوالو په شمول په جنوب کي د قاطع ملاتړ ماموریت قومندان جنرال براون هم ورته څرګندوني وکړې او زیاته یې کړه نن په دوحې کي د امریکا او طالبانو تر مینځ خبري اتري د امریکايي سرتیرو د وتلو ندي بلکه افغانستان ته تلپاتي او باعزته سولي راتلو پر سر خبري دي.

جنرال براون زیاته کړه، نړیواله ټولنه پرون، نن او سبا د افغانانو تر څنګ ده او په خبره یې موږ د یو څو کسانو لپاره سوله نکوو بلکه د ټول افغانستان لپاره سوله کوو.

د قاطع ملاتړ ماموریت قومندان وویل، دښمن په سنګر او په مخفي توګه زموږ یووالي ګواښي او موږ نړیواله ټولنه، نظامیان، سیاسیون او مسؤلین باید متحد سو، تر څو بریا مو په برخه سي.

شنبه، ۱۳۹۸/۵/۲
د کندهار ولایت مقام د رسنیو مرکز