کندهار والي د پوهني په برخه کي د خصوصي سکتور پانګوني وستایلې

کندهار والي د پوهني په برخه کي د خصوصي سکتور پانګوني وستایلې
===
د یکشنبې په ورځ په کندهار کي د شمس لندن اکاډمۍ مسؤلینو او ځینو ممتازو زده کوونکو یې د کندهار والي سره په ولایت مقام کي وکتل.

کندهار والي حیات الله حیات د پوهني په برخه کي د خصوصي سکتور څخه مننه وکړه، چي د هیواد ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته یې د زده کړو زمینه مساعده کړې ده او مرسته کوي، چي د دولتي سکتور سره په ګډه د زده کړو زمینه مساعده کړي او همداراز یې د خصوصي سکتور پر مسؤلینو ږغ وکړ، چي خصوصي ښوونځي باید د تجارت مرکز نه بلکه د معیار مرکز وي، تر څو د هغه ځاي څخه په لوړ استعداد زده کوونکي فارغ سي.

کندهار والي د خصوصي سکتور د هڅو د ستایني تر څنګ هغوي ته ډاډ ورکړ، چي د پوهني په پراختیا او پیاوړتیا کي د دوي د هڅو ملاتړ کوي او د تعلیم په پراختیا کي یې د دوی څخه وغوښتل، چي د ښار او ولسوالیو په کچه خپل فعالیتونه پراخ کړي.

د لیدني په وروستیو کي د یادي ښوونځي زده کوونکو کندهار والي د ګلو ګیډۍ تقدیم، ترتیب سوې ترانه یې ورته واورول او همدارنګه د شمس لندن اکاډمۍ مسؤلینو ورته د یاد تعیلمي مرکز نښان هم ډالۍ کړ.

یکشنبه، ۱۳۹۸/۶/۳
د کندهار ولایت مقام د رسنیو مرکز