کندهار والي د معروف ولسوالۍ د اوسیدونکو ستونزي واوریدې او د حل په موخه یې د روغتیا، پوهني او کلیو پراختیا ریاستونو ته لازمي لارښووني وکړې

کندهار والي د معروف ولسوالۍ د اوسیدونکو ستونزي واوریدې او د حل په موخه یې د روغتیا، پوهني او کلیو پراختیا ریاستونو ته لازمي لارښووني وکړې
===
د یکشنبې په ورځ د معروف ولسوالۍ لسګونه سپین ږیرو او مخورو په ولایت مقام کي له کندهار والي حیات الله حیات سره وکتل، چي په لیدنه کي د پوهني، روغتیا، کلیو پراختیا او ملي امنیت ریاستونو مسؤلینو او استازو هم حضور درلود.

په لیدنه کي راغلو کسانو د معروف ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو د معاشاتو د نه ورکړي ، په ځینو سیمو کي د روغتیايي کلینیکونو د فعالولو او بیارغنیزو پروژو د ډیروالي غوښتنه وکړه.

د دوي تر خبرو وروسته د کلیو پراختیا او بیارغوني، پوهني او عامي روغتیا حاضرو مسؤلینو هم د یادو برخو اړوند خپل د امکاناتو او ترسره کړو چارو راپور له حاضرینو سره شریک کړ.

وروسته کندهار والي حیات الله حیات خبري وکړې او لومړي یې پریکړه وکړه، چي نژدې ورځو کي به یو ګډ پلاوي ټاکي تر څو په یادو برخو کي د سروې او ارزیابۍ په موخه معروف ولسوالۍ ته سفر وکړي او هلته به د ځایي اوسیدونکو په ملتیا راټول سوي معلومات بیرته د کندهار والي سره شریک کوي، تر څو حل لاري ورته ولټول سي.

کندهار والي زیاته کړه، ټاکل سوي پلاوي به هلته موجودي ښوونځۍ هم ګوري او نه یوازي، چي د ښوونځیو موجوده ستونزي به راټولوي تر څنګ به یې ښوونکو ته لارښوونه کوي، چي تر دي وروسته دي ځانونه بایومتریک کړي او وروسته دي په قانوني ډول معاشات تسلیموي.

کندهار والي د کلیو پراختیا، بیا رغوني، پوهني او عامي روغتیا مسؤلینو ته هم هدایت وکړ، چي د یادي ولسوالۍ ستونزو ته دي رسیده ګي وکړي او د خلکو سره په مشوره دي ورته حل لاري ولټول سي.

یکشنبه، ۱۳۹۸/۶/۳
د کندهار ولایت مقام د رسنیو مرکز