کندهار والي د شهیدانو د وارثینو ستونزي له مرکز سره شریکي کړې

کندهار والي د شهیدانو د وارثینو ستونزي له مرکز سره شریکي کړې
===
د یکشنبې په ورځ کندهار والي حیات الله حیات په کندهار کي د بیلابیلو پیښو پر مهال د نظامي لیکو او ملکي برخي د شهیدانو سوو له کورنیو سره وکتل، چي پکښي ښځي او سپین ږیري شامل وه.

هغوي د ستونزي په توګه يو به بل پسې وویل، د تیرو دریو کالو حقوق یې نه دي ترلاسه کړي او د اقتصادي ستونزو لکبله د ژوند سختي شپې او ورځي تیروي.

کندهار والي د یادي ستونزي اړوند لومړي د شهیدانو او معلولینو له امر څخه وضاحت وغوښت، چي هغه پخپلو خبرو کي وویل، مرکزي ادارې ورته پیسي نه دي انتقال کړي او همدا علت دي، چي د دوي حقوق نه دي ورکول سوي.

وروسته کندهار والي حیات الله حیات د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیر ته د ټیلفون پر کرښه زنګ ووهي او پر مهال یې د ناستو حاضرینو ستونزي ورسره شریکي کړې او وروسته یې د وزیر له لوري شریک سوي معلومات له ناستو حاضرینو سره شریک کړه.

کندهار والي وویل، یاد وزارت دمګړي د شهیدانو د حقوقو د ورکړي په موخه ۱۸ میلیارده افغانۍ د مالیه وزارت ته پیشنهاد کړي، چي په خبره یې وزارت مالیې ورته یوازي د ۶ نیم میلیارده افغانیو د ورکړي ژمنه کړې، چي ۳ میلیارده به د نظامي لیکو شهیدانو وارثینو او ۳ نیم میلیارده به د ملکي شهیدانو کورنیو ته توزیع سي.

کندهار والي له راغلو کسانو ځانګړې مننه وکړه، چي د خپل زړه ټوټې یې د هیواد په ساتنه کي قرباني کړې او په خبره یې د دوي د قربانیو له برکته نن موږ په ارامه ژوند کوو.

ښاغلي حیات دوي ته ډاډ ورکړ، چي حقوق به یې خوندي وي او د مرکزي ادارې سره یې ستونزه تعقیبوي، تر څو ژر تر ژره یې حقوق ورته ورسیږي.

یکشنبه، ۱۳۹۸/۵/۳
د کندهار ولایت مقام د رسنیو مرکز