حکومت تر بل هر وخت ځوانانو او ښځو ته دولتي ادارو کي د کار ډیره زمینه مساعده کړې

 

حکومت تر بل هر وخت ځوانانو او ښځو ته دولتي ادارو کي د کار ډیره زمینه مساعده کړې
===
کندهار والي حیات الله حیات د یکشنبې په ورځ دغه څرګندوني د ښځو چارو ریاست کي د یوې غونډي پر مهال وکړې، چي پکښي د بهرنیو چارو وزارت د بشر حقونو او ښځو چارو رئیسې فروزن نوابي، د ښځو چارو وزارت استازي فریدې قریشي، زیات شمیر د کندهار فعاله میرمنو، د ښځو چارو رئیسې او د ولایتي شورا غړې هم پکښي حاضر وه.

د غونډي اصلي موخه دا وه، چي د تیرو څلورو کالو پر مهال د ښځو په وضعیت کي کوم تغیر راغلي او راټول سوي معلومات به وروسته د ملګرو ملتونو سازمان سره شریک کیږي.

په غونډه کي د کندهار میرمنو غوښتنه وکړه، چي په کندهار کي د امن کور جوړ سي او تر څنګ یې د ښځو د لاسي صنایعو او خوراکي توکو د خرڅلاو لپاره د مارکیټ نشتون، د معلولینو لپاره ولایتي روغتون نشتون، په دولتي ادارو کي د ښځو د کار کولو کم رنګه برخه اخیستل، د شپې لیسې او کندهار کي د ماسټرۍ د اسانتیاو برابرول یو شمیر نوري ستونزي او غوښتني وي، چي شریکي یې کړې.

وروسته کندهار والي حیات الله حیات خبري وکړې او وویل: حکومت تر بل هر وخت ځوانانو او ښځو ته دولتي ادارو کي د کار زمینه مساعده کړې او زیاته یې کړه، کچیري میرمني دولتي بستونو ته نوم لیکنه وکړي نو پنځه نمرې امتیازي ورکول کیږي، تر څو ورته د کار زمینه مساعده سي.

کندهار والي زیاته کړه ښځو ته په هر اداره کي د کار کولو خوندي چاپیریال مساعدوم او زیاته یې کړه، چي د روغتیا، تعلیم، عدلي او قضایي ادارو کي د ښځو ونډه ډیره اړینه ده.

کندهار والي حیات الله حیات یادونه وکړه، چي د ښځو د مشارکت په موخه یې د ښځو مشورتي بورد جوړ کړي او همدارنګه یې د ښځو ستونزو ته د ژر رسیدو په موخه په لومړي کندهار ولایت مقام کي ښځینه مشاوره ټاکلې او د خپلو خبرو په دوام یې وویل، ډیر ژر به کندهار کي د ښځو لپاره ځانګړي تفریحي پارک او د ښځو لپاره سوداګریز مارکیټ هم فعاله سي.

یکشنبه، ۱۳۹۸/۶/۳
د کندهار ولایت مقام د رسنیو مرکز