د کندهار والي د خواشینۍ پیغام!

د کندهار والي د خواشینۍ پیغام!

په ډیري خواشینۍ سره مي خبر تر لاسه کړ، چي د افغانستان وتلی ژورنالیست، مدیر او لیکوال اکبر ایازی د ورپیښي ناروغۍ لکبله په حق ورسید.
انا الله وانا الیه راجعون
مرحوم ایازی د ژورنالیزم د ډګر یوه لویه هستی وه، چي کلونه یې په دې ډګر کي خدمت کړي وو او په یاده برخه کي د وړتیا لرلو لکبله مخکي د ازادۍ راډیو عمومي رئیس پاته سوی و او دا مهال د امریکا غږ VOA د مرکزي او جنوبي اسیا د برخي عمومي مسؤل وو.
کندهار والي حیات الله حیات د اکبر ایازی په مړینه خپله ژوره خواشیني څرګندوي او دده نژدې دوستانو او د رسنیو له کورنۍ سره په دې درانه غم کي ځان شریک ګڼي.
پر ګور یې نور او جنت الفردوس یې نصیب سه.

کندهار والي حیات الله حیات