تر دې وروسته لویه مالیه ورکوونکي شرکتونه په الکترونکي ډول خپل مالی حسابونه تصفیه کولاي سي

تر دې وروسته لویه مالیه ورکوونکي شرکتونه په الکترونکي ډول خپل مالی حسابونه تصفیه کولاي سي
===
دغه څرګندوني د دوشنبې په ورځ د مالیې وزارت د لویو مالیه ورکوونکو د برخي رئیس نیک محمد محیبي او د پالیسي د برخي مسؤل نصرالله دراني په ولایت مقام کي له کندهار والي حیات الله حیات سره په لیدنه کي وکړې، چي پر مهال یې کندهار مستوفي احسان الله نوري هم حضور درلود.

په لیدنه کي لومړي د مالیې وزارت د لویو مالیه ورکوونکو رئیس خبري وکړې او وویل: د مالیې وزارت د نوی طرزالعمل له مخي هغه شرکتونه، چي دوران یې تر ۱۵۰ میلیونه افغانیو پوري وي تر دې وروسته به په الکترونیکي ډول خپل حسابونه تصفیه کوي.

ښاغلي محیبي د یاد طرزالعمل او نوی الکترونیکي سیسټم په اړه کندهار والي ته بشپړ معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، یاده کړنه به ادارو کي د فساد کچه راټیټه، د دولت عواید به زیات او په چارو کي به سرعت رامینځته کړي.

کندهار والي حیات الله حیات خوښي وښودل، چي د دولتي عوایدو د ضایعاتو د مخنیوي په موخه شفاف مکانیزمونه تطبیقیږي، تر څو د فساد مخه ونیول سي او د دولت عواید زیات سي.

کندهار والي د فساد په مخنیوي کي د مالیې وزارت یاده کړنه وستایل او زیاته یې کړه: موږ د قوانینو مطابق دولت ته د عوایدو راټولو هڅي پیل کړي او هره ورځ په دې لټه کي یو، چي د مالیاتو څخه د تیښتي دود له مینځه یوسو.

ښاغلي حیات په خپلو خبرو کي ډاډ وړاندي کړ، چي د فساد په مخنیوي کي خپلي ژمني عملي کوی او د مرکزي ادارې له لوري به ټولي هغه پریکړي تطبیقوي، چي د فساد مخه نیسي او د دولت عواید ورسره لوړیږي.

دوشنبه، ۱۳۹۸/۶/۴
د کندهار ولایت مقام د رسنیو مرکز