د کندهار والی په هلو ځلو د ۱۳۹۸ کال لپاره ۷۰ میلیونه افغانۍ غیري مشروطه بودیجه کندهار ته راورسیده

کندهار والي حیات الله حیات کابل ته د خپل وروستي سفر پر مهال د مالیې له وزیر سره په لیدنه کي د کندهار لپاره د غیر مشروطه بودیجې غوښتنه کړې وه، چي تر هغې لیدني څو اوونۍ وروسته نن سې شنبه ۷۰ میلیونه افغانۍ غیر مشروطه بودیجه کندهار ته راانتقال سوه.

په یاد مبلغ پیسو کي به ۳۰ میلیونه افغانۍ د تیر ۱۳۹۷ کال قرضونو ته ځانګړی سوي دي او پاته نوري پیسې به د پنځو ریاستونو اړوند په پنځو حیاتي پروژو باندي په مصرف ورسیږي.

د یادو پروژو په تطبیق سره به عام المنفعه خدمات پراخ سي او د خلکو لپاره به ګڼي اسانتیاوي رامنځته سي.

 

سې شنبه، ۱۳۹۸/۶/۵
د کندهار ولایت مقام د رسنیو مرکز