د وسلوالو طالبانو د سړک غاړي ړندو ماینونو نن یو ځل بیا زموږ ۱۶ تنه بې ګناه هیوادوال شهیدان کړل او د واده مراسم یې په غم وربدل کړل

د وسلوالو طالبانو د سړک غاړي ړندو ماینونو نن یو ځل بیا زموږ ۱۶ تنه بې ګناه هیوادوال شهیدان کړل او د واده مراسم یې په غم وربدل کړل

نن جمعه د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند لوی کارېز سیمه کي لومړي پیښه سهار ۷ بجې هغه مهال رامنځته سوه، چي د واده مراسمو ته پر لار یو ډاډسن موټر باندي د سړک غاړي ماین چاودنه وکړه او پر مهال یې ۵ تنې ښځي، پنځه تنه نارینه او درې تنه ماشومان شهیدان سول، چي دوستانو یې په سیمه کي ټوټه ټوټه جسدونه وموندل.

تر یادي پیښي څو ساعته وروسته غرمه ۱۲ بجې د ملکي کسانو پر بل مازدا موټر هم سړک غاړي ماین چاودنه کړې او پر مهال یې موټروان ځاي پر ځاي شهید سوی او درې تنه ماشومان سخت ټپیان وه، چي د امنیتي ځواکونو له لوري ژر تر ژره روغتون ته انتقال سوي وه ولي د سختو ټپونو له کبله د یادو دریو ماشومانو له جملې دوو نورو هم ساه ورکړه.

کندهار والي حیات الله حیات په یادو پېښو خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې او د لوی رب د سپېڅلي دربار څخه شهیدانو ته فردوس جنت او د شهیدانو کورنیو ته د جمیل صبر غوښتنه کړې ده.

وسله والو طالبانو تل د ولس سره خپله کرکه پاللې او ټولو بشري او انساني ارزښتونو خلاف یې د ملکي وګړو پر وړاندي خپلي ناروا جګړې ته دوام ورکړی دی او هره ورځ زموږ د بې ګناه هیوادوالو ژوند اخلي ولي دښمن په دغه ډول کړنو د ولسونو په منځ كي خپل نوم او څېره نهایت بد کړي او دغي چاري سولي ته د رسېدو لپاره زموږ مزل هم اوږد کړی دی.

باید وویل سي، چي په سیمه کي د سرحدي ځواکونو د انجینري ټیم د وسایطو ضد ۷ کړۍ نور ماینونه، چي د وسلوالو طالبانو له لوري ځاي پر ځاي سوي وه،کشف او خنثی کړي دي.

جمعه، ١٣٩٩/٦/٧
د کندهار ولایت مقام د رسنیو مرکز