د کابل څخه کندهار ته د راتلوونکي وارداتي برېښنا د چارو ارزونه ترسره سوه

د کابل څخه کندهار ته د راتلوونکي وارداتي برېښنا د چارو ارزونه ترسره سوه

د ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیال حاجي اغالالي دستګیري د شنبې په ورځ له غرمي مخکي د افغانستان برېښنا شرکت د استملاک متخصص نذیراحمد زاهد، د کندهار حوزوي برېښنا رئيس امان الله فاروقي او یو شمېر نورو مسؤلینو په ملتیا د کابل ـ کندهار وارداتي برېښنا د چارو د ارزوني په موخه دامان ولسوالۍ ته سفر وکړ.

د ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیال د کابل ـ کندهار وارداتي برېښنا چاري له نژدې وارزولې او د چارو پر چټکتیا د ټینګار ترڅنګ یې د سیمي له هغو اوسېدونکو څخه مننه وکړه، چي د برېښنا پایو د لګولو لپاره یې خپل شخصي ځمکه د مسؤلینو په واک کي ورکړې وه.

ښاغلي دستګیري وویل، یاده برېښنا یوه عام‌المنفعه پروژه ده او ټولو ولسونو ته په کار ده، چي د واردېدو پر وړاندي یې د پرتو خنډونو، ستونزو او ننګونو په له منځه وړلو کي خپل ملي مسؤلیت ادا کړي، څو کندهار، چي د برېښنا له جدي ستونزو سره مخ دی، د برېښنا له اړخه پر ځان بسیا سي.

د سیمي اوسېدونکو د کابل ـ کندهار برېښنا په واردولو خوښي وښوده او ډاډ یې ورکړ، چي د پروژې د تطبیق پر وړاندي د ستونزو له منځه وړلو کي به تر خپله وسه همکاري کوي.

شنبه؛ ۱۳۹۹/۶/۸
د کندهار ولایت مقام د رسنیو مرکز